کور / اقتصادي / پاکستان هڅه کوي د افغان-هند سوداګرۍ پر وړاندي خپل مځکنی او فضايي حريم وتړي

پاکستان هڅه کوي د افغان-هند سوداګرۍ پر وړاندي خپل مځکنی او فضايي حريم وتړي

د پاکستان د ټکنالوجۍ وزير فواد چودري وايي، چي عمران خان پر داسي يوه پلان غور کوي چي له مخي به ئې د پاکستان له لاري د افغان – هند سوداګري بنده کړي.

فواد چودري وایي، کيدای سي عمران خان د افغان – هند سوداګرۍ لپاره د پاکستان ځمکنۍ لار او فضايي حريم بند کړي.

دا خبري پر داسي مهال کېږي چي څو ورځي وړاندي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وه، چي د هند سره د ترينګلو اړيکو سره سره به د افغانستان سوداګريزو ګاډو ته ددې اجازه ورکوي چي د پاکستان د واګا بندر له لاري هند ته سوداګريز توکي انتقال کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي وروسته له هغه لا خړي پړي سوې چي د اګسټ پر پنځمه نېټه هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت لغوه کړ او په دې سره کشمير په بشپړه توګه د هند د قانون لاندي سو.

څېړونکي وايي، چي د افغان – هند سوداګرۍ پر وړاندي د پاکستان د لاري بندېدل به ډېر اغېز ونه کړي، ځکه اوس افغانستان د هند سره د هوايي دهلېز او د چابهار بندر له لاري سوداګريزه راکړه ورکړه کولای سي.