کور / راپور / د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي هوکړه نهايي سوې ده

د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي هوکړه نهايي سوې ده

په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري مخ پر بشپړېدو دي او اوس د هوکړي د متن پر سر بحثونه روان دي.

راپورونه وايي، چي هوکړه بشپړه سوې او اوس پر دې کار روان دی چي د متن پښتو، دري او انګليسي متنونه سره پرلته سي او تېروتني پکي له منځه يووړل سي.

د سولې په اړه د ۹ پړاو مذاکرات چي د تېرې پنجشنې یا د زیارت په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ پېل سوې.

ټاکل سوې ده چي د سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن چهارشنبه کابل ته راسي او د طالبانو سره د هوکړي په هکله د افغان چارواکو سره وويني.

د امريکا سره د طالبانو د هوکړي تر لاسليکېدو وروسته به بين الافغاني مذاکراتو ته لار هوارېږي .

افغان حکومت وايي، چي د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ئې ۱۵ کسيز پلاوی ټاکل دی او همدغه پلاوی به د طالبانو سره بين الافغاني خبري اتري مخ ته وړي.