کور / راپور / پومپيو: له افغانستان څخه پوځيان باسو، باوري يو چي بيا به له دې ځايه پر امريکا بريد نه کېږي

پومپيو: له افغانستان څخه پوځيان باسو، باوري يو چي بيا به له دې ځايه پر امريکا بريد نه کېږي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پوپميو وايي، چي هرڅومره ژر کيږي موږ به له افغانستان څخه په زيات شمېر عسکر وباسو او ددې ترڅنګ غواړو ډاډمنه کړو چي له دې خاوري به بيا پر امريکا بريد نه کيږي.

نوموړي دا خبري تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کي وکړې او وئې ويل، چي موږ وړاندي هم په افغانستان کي د دائمي پاتي کيدو اراده نه لرل.

پومپیو وايي: “رښتیا دا ده چي موږ هېڅکله په افغانستان کي د دایمي پاتې کيدو هڅه نه‌ده کړې. اوس ټولو لورو ته جوته سوې چي وخت تېرېږي، نو د یو کال راهیسې چي نن هم دوام لري موږ له ټولو افغانانو سره کار کوو او ورسره ښکيل یوو. موږ نه‌پوهېږو چي د سولې او پخلاینې دا هڅې به څنګه پای ته رسېږي، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمن دی څو ډاډمنه کړي چي په سمه توګه ترسره سي.”

هغه وايي، چي په افغانستان کي په اقتصادي او پوځي ډګر کي د افغان دولت ملاتړ سوی دی او القاعده ډله ماته سوې ده او همدا د امريکا ماموريت وو.

نوموړی وايي، نور هغه وخت رارسېدلی چي امريکا خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

پومپيو دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري مخ پر بشپړېدو دي او اوس د هوکړي د متن پر سر بحثونه روان دي.

راپورونه وايي، چي هوکړه بشپړه سوې او اوس پر دې کار روان دی چي د متن پښتو، دري او انګليسي متنونه سره پرلته سي او تېروتني پکي له منځه يووړل سي.

د سولې په اړه د ۹ پړاو مذاکرات چي د تېرې پنجشنې یا د زیارت په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ پېل سوې.

ټاکل سوې ده چي د سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن چهارشنبه کابل ته راسي او د طالبانو سره د هوکړي په هکله د افغان چارواکو سره وويني.

د امريکا سره د طالبانو د هوکړي تر لاسليکيدو وروسته به بين الافغاني مذاکراتو ته لار هوارېږي .

افغان حکومت وايي، چي د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ئې ۱۵ کسيز پلاوی ټاکل دی او همدغه پلاوی به د طالبانو سره بين الافغاني خبري اتري مخ ته وړي.