کور / تازه خبرونه / خوست:د موسی خيلو په ولسوالۍ کی ښوونځی جوړ شو .

خوست:د موسی خيلو په ولسوالۍ کی ښوونځی جوړ شو .

د شنبې په ورځ  خوست ولايت د موسی خيلو په ولسوالۍ کې يو  لومړني ښوونځی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وړاندې شو .
په اړه يې خوست والي ښاغلي ارسلاجمال خوست تلويزيون ته وويل چې ددغه ښوونځي په جوړيدو باندې  ١٤٠ زره امريکايي ډالر لګول شوي،اته درسي خوي لري  او چاری يې په تيرو شپږو  مياشتو کې سرته رسيدلي دي .
ده زياته کړه چې د نوموړي ښوونځی په جوړيدو سره به د سيمې په سلګونه زده کوونکي چې وړاندې لدې به يې د سر لمر لاندې زده کړی کولې اوس به  د يو ښکلي چت لاندې خپل  درسونه پر مخ وړي .
والي ارسلاجمال د پټی د پرانيستې پر مهال د سيمې خلک د پوهي او علم لور ته را وبلل او زياته کړه چې موږ تاسو دين خاورې او ملت ته هغه وخت خدمت کولای شو چې په علم سمبال وو.
همدارنګه والي زياته کړه چې دامهال زموږ زيات ځوانان په پرديو هيوادونو کې پدې سخته ګرمی کې د ورځې په ساعتونو ساعتونو کار کوي خوالي تويا وي خو يوازې دومره پيسي کټي چې د کور د خرچ لپاره کافي وي چې علت له يوې خوا په هيواد کې د څو لسيزو جنګونه او له بلې خوا په موږ کې د علم د کچې ټيټوالی دي .
 د نوموړی په وينا که موږ اوتاسي په خپلو اولادونو باندې زده کړي وکړو نو بيا مجبور نه يو چې پرديو هيوادونو ته په خواری اومزدوی پسي لاړ شو او هلته تر ټول د رانه  کارونه  وکړو، بل ته لاس اوږد کړو او په کالونو د خپل کور بچيانو څخه لري ووسيږو.
ديادونې وړ ده چې ١٣٨٦ کال د پيل  راهيسي په موسی خيلو ولسوالۍ کې دا څوم  ښوونځی دی چې د دولت لخوا ورته نوی ودانۍ جوړه او زده کوونکو ته د زده کړو لپاره په واک کې ورکول کيږي .