کور / تازه خبرونه / په ايډز اخته پلار خپل ځان او درې بچيان ووژل

په ايډز اخته پلار خپل ځان او درې بچيان ووژل


د هند پوليس وايي يوه پلار خپل ځان او درې اولادونه ځكه ووژل چي د ايډز په ناروغي اخته و او له ژوند څخه سخته مايوسه سوى و.
د پوليسو په وينا ۳۹ كلن ايشور د Thevar فلمي كمپنۍ سلمان و، چي دوه كاله مخكي يې د ايډز د ناروغۍ ټيسټ كړى او نتيجه يې مثبته وه، چي له امله يې نوموړى له ژونده بېزاره او په ذهني ناروغي اخته سو.
پوليس وايي ايشور اول خپلو درو ماشومانو ته زهر وركړي چي وروسته يې خپل ځان پر پكه باندي زيندۍ كړى او ځان وژنه يې كړې وه.
د ايشور خپلوان وايي هغه وروسته له هغه په ذهني ناروغۍ اخته سو چي د هغه د كرغېړني ناروغۍ له وجي ورسره د دوستانو چلند بدل سو.
د راپورونو له مخي د هند د روغتيا وزارت د خپل هيواد پر پارلمان ږغ كړى چي د ايډز د وژونكي ناروغۍ د كنټرولولو په خاطر د دغه هيواد په اساسي قانون كي همجنس بازۍ ته قانوني بڼه وركړي.
هند نيژدې زر ميليونه نفوس لري چي د رسمي سروې ګانو له مخي ۲۵ لكه وګړي يې د ايډز په ناروغي اخته دي.