کور / تازه خبرونه / په خوست کې يو تن قومي مشر ووژل شو

په خوست کې يو تن قومي مشر ووژل شو

نامالومو وسله والود خوست ولايت په عليشيرو ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ يو تن قومي مشر وواژه .
د يادې پيښې په تړاو خوست والي ارسلا جمال لراوبر پاڼې ته وويل چې د عليشيرو ولسوالۍ د قدمو د قوم  مشر ماتي خان نن له غرمې وروسته ددغه ولسوالۍ د هارون خېلو په سيمه کې وژل شوی .
جمال زياته کړه چې يادشوي قومي مشر په دولت کې کومه رسمي دنده ندرلوده او نه يې د چاسره شخصي دښمني .
دهغه  په وينا چې نوموړی په سيمه کې يو بانفوذ مشر ؤ .
د يادونی وړ ده چې دتيرې پنچشنبې په ورځ د خوست د مرافعه محکمې  رئيس شيرکل نامالومو کسانو وژلی وو