کور / راپور / د طالبانو سره جګړې لپاره کندوز ښار ته کمانډو ځواکونه رسېدلي دي

د طالبانو سره جګړې لپاره کندوز ښار ته کمانډو ځواکونه رسېدلي دي

تېره شپه ۱:۳۰ بجې طالبانو د کندوز پر ښار د څلورو خواوو څخه حمله وکړه او د ښار ليري څنډو ته داخل سول.

د کندز د ښار جنوب لور ته د سه درک، غرب لورته د خاکنۍ، شمال لور ته د بالاحصار او ختیځ لور ته د چله مزار په سیمو کې د پولیسو ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ ډزې تبادله کیږي.

طالبان ادعا کوي چي د ښار څنډو ته داخل سوي او مخ پر وړاندي روان دي، خو افغان حکومت وايي چي د ښار له څنډو ئې طالبان بېرته شړلي دي.

د تېري شپې په بريد کي طالبانو، افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او ځيني ټپيان روغتون ته انتقال سوي دي.

افغان چارواکي وايي، چې کندوز ښار ته ئې کومانډو ځواکونه استولي او اوس د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

بل خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چي د کندز ښار له کابل بندر سره نژدې د خاک کني سیمه دوی نيولې ده.

پر کندوز د تېري شپې د بريد سره هممهال هلته مخابراتي شبکو کار پرې ايښی او د اړيکو نيولو لپاره سيسټمونه غير فعال دي.

تراوسه د مرګژوبلي په هکله دقيق مالومات نسته، خو افغان حکومت وايي چي طالبانو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

د کندوز روغتيايي مسؤولين وايي، چي روغتون ته د دوو افغان سرتېرو مړي او ۱۰ ژوبل ملکيان وروړل سوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کي هم طالبانو پر کندوز ښار حمله وکړه او دغه ښار ئې د څو ورځو لپاره په کنټرول کي اخيستی وو چي بيا ناټو او افغان ځواکونو په ګډه د عملياتو په ترڅ کي طالبان له ښاره پر شا  کړل.