کور / خبرتیا او پيغامونه /  پښتنو او بلوڅو  پیوستون  د ورځې په مناسبت اعلامیه!

 پښتنو او بلوڅو  پیوستون  د ورځې په مناسبت اعلامیه!

 په ۱۲۹۸ کابل پغمان کې د یوې سترې او شاندارې غونډې په ترڅ کې چې د لروبر بلوڅو او پښتنو د سیاسي ګوندونو استازي، قومي مشرانو په حضور کې د وږي نهمه د بلوڅو او بښتنو د پیوستون ورځ ونومول شوه.

له هغې ورځې راهیسې دغه ورځ د قومونو او قبایلو وزارت دغه ورځ په ځانګړو مراسمو لمانځل کېده.

د شهید ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې ددغه ورځې لپاره ځانګړی تیاری نیول کېده او خورا په شور او ولولو سره دغه ورځ لمانځل کېده.

لوی افغانستان تحریک په لروبر کې ټولو افغانانو  ته ددغه ورځې مبارکي وایي.

له نېکه مرغه په محکوم افغانستان کې د سامراجي ادارې پر ضد د بلوڅو وسله والې مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد د سیاست په مټ له سامراجي حکومت څخه ازادي تر لاسه کوي.

څه موده وروسته به له امو تر اباسینه د خپلواک او په ځان بسیا لوی افغانستان جشن لمانځو.

لوی افغانستان تحریک/ مطبوعاتي دفتر