کور / اقتصادي / د بازارموندنې تاریخچه

د بازارموندنې تاریخچه

 

ليکنه: ګلاب بهار
په تاریخي لحاظ بازارموندنه هغه وخت منځته راغله، چې فرد یا سازمان تصمیم ونیو، څو خپلې اړتیاوې او مطالبات د مبادلې له لارې رفع کړي. په کومه کې چې دوه لوري باید موجود او هر لورۍ د بل لوري لپاره یو با ارزشه شی ولري او هر لوری د بل لوري د پيشنهاد د قبول یا رد جواز ولري. په دې توګه ګورو چې مبادله له هغو دریو طریقو څخه یوه هغه ده، د کومې په واسطه چې کېدای شي اړتیاوې رفع شي. ځکه کله چې موږ یو شي ته اړتیا ولرو، نو کولی شو چې هغه خپله جوړ کړو، د غلا یا د فشار او اجبار رد کوم شکل په واسطه يې لاس ته راوړو او یا کوم با ارزشه شی هغه شخص یا سازمان ته عرضه کړو، څوک چې زموږ د نظر وړ شی یا خدمت لري او حاضر دي چې هغه زموږ د عرضه شوي محصول په مقابل کې مبادله کړي او صرف همدغه اخري شکل له مبادلې څخه عبارت دی، چې په اړه يې بازارموندنه صورت نیسي.
د عمده پلورنکو یو محدود شمېر چې د خپلو پلورنو په ساحو کې يې په پرچون پلرونکو باندې د محصولاتو د خرڅلاو مسوولیت درلود، معامله کول. ولې په هغو ځایونو کې چې محصولات پر عمده پلورونکو باندې په خرڅلاو رسېدلي وو، مؤلدینو بیا هم د تولید په نسبت بازارموندنه کم اهمیته بلله او د بازارموندنې تقریباً ټول کار د عمده پلورونکو او پرچون پلورونکو لخوا تر سره کېده.
په دې مرحله کې چې د شلمې پيړۍ تر لومړیو پورې يې د امریکا په متحده ایالاتو او وروسته يې په نورو هېوادونو کې دوام وموند، اقتصادي شرایطو مؤلدینو ته د دې زمنیه مساعده کړې وه، څو بازارموندنې ته کمه توجه وکړي. اقتصاد که څه هم چې په بیړه یې رشد کاوه، اصلاً زراعتي و او د تولید شوو شیانو عرضې په ندرت سره د تقاضا کفایت کاوه.
په دې شرایطو کې مؤلدینو په اسانۍ سره کولی شوی، چې خپله پاملرنه تولید ته واړوي او بازارموندنه اصلاً منځنیو خلقو ته پرېږدي، خو د شلمې پيړۍ په لومړیو دریو لسیزو کې په تولید کې له بې ساري ډېرښت سره صنعت په صنعت د کتلوي تولید روشونو اختیار کړل او په دې توګه د ۱۹۳۰مو کلونو په لومړیو کې د ډېرو تولید شوو شیانو عرضې له تقاضا څخه تجاوز وکړ او مؤلدین له يوې خوا د تولید د اضافي ارزښت او له بلې خوا د مشرتیانو د لاسته راوړو په خاطر د سیالۍ له زیاتوالي سره مواجه شول.
پرمخ زیاتوالي سیالۍ کې د بریالیتوب په منظور هغوی خپلو تلاشونو کې بازارموندنې ته د زیاتې توجه په اړولو پيل وکړ. د مصرفي شیانو په ساحه کې مؤلدینو کوشش کاوه.
د نړیوال اقتصادي بحران (۱۹۲۹-۱۹۳۳) په کلونو کې چې خارجي پورونو د ډېرو هېوادونو اقتصاد فلج او د پېردونې قدرت له نه لرلو سره مخامخ کړی و، پرمختللي هېوادونه په اروپا، امریکا، او لرې ختیځ کې د بازار د لاسته راوړلو په خاطر له یو بل سره په رقابت کې ولویدل. له بلې خوا د مستهلک د پېرودنې قدرت د انجماد د ټولو محصولاتو لپاره په تقاضا کې د کموالي باعث شو او د صنعتي شیانو په ساحه کې حتی وضع ډېره جدي وه، چېرې چې تقاضا په بشپړه توګه له منځه تللې وه. دا امر د دې سبب شو چې شرکتونه په نړیواله سطحه خپل رقیبان او د بازار تحولات جدي وګڼي، لګښتونه کنټرول، د ټکنالوژیکي تحولاتو، د مصرفي موادو ډول، د کار ابزارو او د مدیریت روشونو ته پوره توجه وکړي. دلته دا چې د بازارموندنې طریقو او فنونو اهمیت وموند او ډېرو لوړو پوړو مدیریتونو درک کړه، چې یو څه نور کار هم باید د بازارموندنې په اړه صورت ونیسي، ځکه له منځنيو خلقو سره منځ ته راغلي تماسونه او اشتهار کافي نه وو، څو د شدید رقابت وضع کمه کړي. ډېرې کمپنۍ متقاعد شوې چې یو ځل بیا باید له مستهلکینو او استفاده کوونکو سره تماس ونیسي، ځکه هغو مؤلدینو چې د مخه يې په غیر رسمي، ولې موفقانه توګه د مارکېټ د نبض اندازه ګیري کوله، درک کړه چې د مشتریانو او د هغوی ترمنځ د منځي حلقو په زیاتېدو سره له دې وروسته د مشتریانو د اړتیاوو او مطالباتو په اړه خودبخودي احساس نه شي کولی.
څېړنو وښوده چې د شرکتونو نه بریالیتوب د بازارموندنې له فنونو څخه په استفاده کې د هغوی له ناتوانۍ څخه نشات کړی دی. هغوی د بازار تحولات او د مشتریانو په مصرفي نمونو کې تغیرات په نظر کې نه دي نیولي او له پرمختللې بازارموندنې څخه د کار اخیستنې پر ځای يې خرڅلاو ته زیاته پاملرنه کړې او د مشتري د رضایت په نسبت يې د زیاتې ګټې لاس ته راوړلو ته ترجیح ورکړی؛ ولې داسې شرکتونه هم وو چې بریالیتوبونه يې د مشتریانو اړتیاوو، بازار او د محصولاتو د کیفیت د ښه والي په اړوند، د مشتریانو مطالباتو ته له پوره پاملرنې څخه منځ ته راغلي او بازارموندنې يې د کاري ستراتیژۍ په اولیت کې قرار درلود.
په دې توګه ورو ورو د بازارموندنې د تحقیق له روشونو څخه په پراخه توګه ګټه اخیستل شروع او ورسره سم د تشکېلاتي تغیراتو د منځ ته راوړو ضرورت هم درک شو، چې د همدې ضرورت پر بنا، د ۱۹۴۰مو کلونو په لومړیو کې ډېریو تصدیو همدا تغیرات منځ ته راوړل. کمپنیو ځانګړې ولې سره مربوط ډېپارټمنټونه تاسیس کړل، څو خرڅلاو، اشتهار، د خرڅلاو د تشویق او د بازارموندنې د تحقیق وظيفې سرته ورسوي. لکه څنګه چې بعضو کمپنیو ټولې دغه وظیفې د مارکېټنګ په یو بخش کې د بازارموندنې د منیجر یا د بازارموندنې په چارو کې د کمپنۍ د ريیس د مرستیال تر نظارت لاندې او په ځينو نورو کمپنیو کې ټاکلو ريیسانو تر ټاکلو عناوینو لاندې معین منیجران توظیف کړل او د منفردو یا ګروپي محصولاتو د بازارموندنې کامل مسوولیت يې ورته وسپاره، چې په دغو دواړو سازماني نوو ترتیباتو کې د تولید د لوري ورکونې له منجمېنټ څخه د بازارموندنې د لوري ورکونې د منجمېنټ یو واضح میلان په سترګو کېده.