کور / راپور / په قطر کي د طالبانو سره د نهم پړاو خبري پای ته ورسېدې، خليلزاد کابل ته پر لار دی

په قطر کي د طالبانو سره د نهم پړاو خبري پای ته ورسېدې، خليلزاد کابل ته پر لار دی

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په خپل تازه ټويټ کي ويلي، چي د طالبانو سره ئې د نهم پړاو خبري پای ته رسولې او نن به کابل ته د سلامشورو لپاره ولاړ سي.

نوموړی وایي: “موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې.”

په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ د نهم پړاو خبري  څو ورځي وړاندي پيل سوي وې او ويل کېدل چي په دې دور خبرو کي به د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولي هوکړه نهايي سي.

د قطر مذاکرات پر داسي مهال روان وه چې دوې ورځي وړاندي طالبانو پر کندوز ښار حمله وکړه او د افغان ځواکونو سره د ښار په څنډو کي په جګړه کښېوتل.

زلمي خليلزاد تېره ورځ وويل، چې پر کندوز د بريد په هکله د طالبانو سره ږغېدلی دی او ورته ويلي ئې دي چي د مذاکراتو پر مهال بايد تشدد ختم سي.