کور / نوميالي / ما درته ځولۍ په لاس نيولې ده

ما درته ځولۍ په لاس نيولې ده

ليکوال:  بشرمل ناصر

دپښتوژبې خوږشاعر ارواښاد پروفيسر رحمت الله درد دتلين ورځ په پټه خوله تېره شوه چې هغه دپښتو ژبې سره بې کچه مينه او درد درلود دپښتو ژبې لپاره يې ټول عمر قربان کړ خو دپښتو لفظونه يې دشاعرې په جادوګري انداز سره پېل د شعرونو امېل به يې جوړولاى دژوند زياته برخه يې دادب په ډګرکې تېره کړه دشاعري خوږلت يې دهرچا په زړه اغېزه کوله ـ د لکي مروت دخلکو ژبه ډېره خوږه غوندې ده او بيا درد صاحب شاعري لاپسي خوږه کړه د درد صاحب له نوم سره لراوبر افغان ټوله اشنادي او هرچرته چې پښتون اوسي د درد صاحب له خوږو شعرونو به بې برخې شوي نه وي تر دې له مخه ټولنيز رسنۍ نه وې چې هره مجله به چاپېدله د رحمت الله درد صاحب نوې غزل به په کې وه له ننه اوولس کاله وړاندې تاتره مجله کې مې د درد صاحب خوږې غزلې ليدلې وي او دپښتو په مجله کې به يې په زړه پورې غزلې ورکولې ـ د يوې غزلې بيت يې دى

زه چې ماښام کورته راځم ځان سره پنډ غمونه راوړم
زه چې سهار له کوره وځم پريښانه وځم

د درد صاحب شاعري دومره ساده لهجه کې وه چې هرچا به دغه فکر کاوه چې داسي غزل زه ليکلاى شم خو درد صاحب له خپلې شاعري او دشعر له ښکلا ، جوړښت او هنرسره ډېره خواري کړې ده او بل کمال يې په شعر کې داوئ چې په يوار ويلو سره دهرچا زده کېږي او دښه شعر تعريف هم شاعرانو داسي کړى دى چې دچا په زړه يې اغېزه وکړه هغه ښه شعر دى ـ د لفظونو جادوګري يې کړې ده دځينو خلکوپه شاعري کې څه توپير راشي چې هغه د لومړي وخت جذبه يې پاى ته ورسېږي دشاعري رنګ يې پيکه ښکارېږي او لا ديو چا تر اغېږلاندې وې د غزلبول شاعر ارواښاد رحمت الله درد صاحب شاعر کې لا خوږلت پيدا کېدو  ـ زه يې دشاعري لوستلو لېوال يم او ارمان مې وئ چې يو وارمې ليدلاى واى دژوند يو عجبه کارونه دي يو وخت لکي مروت په تکل وکړ او دجميل احمد تنها سره مې حال وکړ چې زه درځم  هغه مې په ورتګ ډېر خوشحاله شو چې کله وروسېدم شپه مې ورسره وکړه د دوى کلى د دلوخيل په نامه و او دلکي مروت له بازار څخه يوڅه په واټن کې دى چې ګهيځ د لکي مروت بازار ته ولاړو او ماورته وويل چې درد صاحب ته ورځو هغه ته يې کور معلوم و ـ  او ورغلو يوخړپړ  کور وئ او دروازه مو وټکوله يو هلک راووت موږ ورته وويل چې مېلمانه يو د درد صاحب ليدلو ته راغلي يو هغه بېرته کور ته ولاړ او يو دقيقې ورسته راغى چې راځئ او يو سپين ږيرى له صورته ډنګر کس ناست و او راته ولاړ شو ستړې مه شې راته وکړه چې کښېنستو سمدستي دشيدو چاى او بسکټ يې راړو زما ملګري پېژندګلوي ورسره کوله ـ درد صاحب ورته وويل چې کتاب يې راسره دى ـ دناروغي په تخته هغه وخت لا پروت و خو دپښتو سره يې مينه ښکارېدله چې دهر کتاب ورته ډالۍ شوى و هغه يې لوستلاى و او ځينه شاعران يې بيا په بازار کې بېرته وپلوري ـ موږ يې له مجلسه خوند واخيست او تراوسه يې لا هغه پسته لهجه زما په ذهن کې ګرځي د اخلاص او سپېځلى انسان و ـ دداسي شاعر دتلين ورځ له هرچا هېره وي او ځينه يې له نومه خبر دي او يو بيت يې ورته ياد نه دى ـ  بايد دهرځاى ادبي ادبي ټولنو يې دتلين ورځ له ياده ايستلې نه واى  درد صاحب چې له خلکو سره دردمن و موږ هم بايد په داسي وياړمنو شاعرانو او پښتو خواخوږو ورځي په حافظه کې راسره وساتو ـ چې دشاعري خوشبو خوره کړو او لاس ورته په لپه کړو چې باداره جنتونه ورکړې او دارواښاد په شعرسره ليکنه پاى ته رسوم

چې د درد غوندې سړى درنه باغي شو
اې بې دردې زمانې   قصورد  چا  دى

اوپه ژونديې لادشعرپه ژبه ګيله کړې وه او نن به يې پښتنې روح ته څه وايو چې موږلاهغسي بې درده  يو.