کور / شعر / پښتونستانه، بخښنه غواړم

پښتونستانه، بخښنه غواړم

(يٶ دېرشم اګست)

پښتونستانه! بخښنه غواړم
بخښنه غواړم پښتونستانه!
ښه خو به يې وينې چي اوس دلته
ستا پر ارته سينه، ځيني بچي
سربېره پر دې، خامپوڅي کوي
دسپيني سخا په ډکو لپو
قېمت بها مسکاوي پرې شندې
څه بچي دي د څوکۍ په لټه
او ځيني د بل پر اخور څري
ګام وهي د بې لارۍ وخواته
ګرانه! ته او ستا تاريخ يې هېر کړ
خپل وجود يې، بېګانه کي شمېر کړ
تور زارجن جام يې په شپه کي تېر کړ
ځان يې تش، په يٶ ګوله بې خېر کړ
پښتونستانه! ستا دې رښتني
قوي شفقت ته هېښ پاته يم
بيا يې هم په ورين تندي زنګوې
د مور په څېر، ملايمه غېږ کي
او بيا دي لا هم پښتونستانه!
پر بې لاري اولادونو کله
د بېبان سوړ باد نه پېرزو کيږي
ګران پښتونستانه! په عوض کي
ستا د درانه، بې ساري شفقت
يقين وکړه موږ ډېر ملامت يو
په داسي حال کي پښتونستانه!
ستا د برم او رنګين جشن نېټه
تاريخي ورځ د يٶ دېرشم اګست
د زړه په اوښکو په دې لمانځم چي
ځيني خپلوان بېګانه سو رانه
نور د تور ستم په بند محکوم دي
چا پر خلو د سکوت ايښي پټۍ
وهمي تور څاڅکي اوريږي پر زړو
نو ته ووايه پښتونستانه!
زه دي دلته ورځ په چا ولمانځم؟
قام په داسي ضرب چوڼيا دى، چي نن
لکه ړوند، لار په ورځ ترېنه ورکه
بيا هم د توتکۍ له توان سره
په تنهايي او خاموش ماحول کي
په دردمنو لفظو، ستا ورځ لمانځم
پښتونستانه! دا به په ډېر څه
ځکه حسابوې، بې وسي ده
خو مينه مي درسره ډېره ده
ډاډه اوسه، ګران پښتونستانه!
يوه ورځ به تر هدفه رسې

عادل اڅکزى

٣١ اګست ٢٠١٩ميلادي کال
کوټه مقبوضه پښتونخوا