کور / راپور / کوهستان کي د ګاډي چپه کېدو له امله ۲۴ کسان په حق رسېدلي دي

کوهستان کي د ګاډي چپه کېدو له امله ۲۴ کسان په حق رسېدلي دي

د خيبر پښتونخوا په کوهستان سيمه کي د سپرليو يو ګاډۍ د اوبو کندي ته لوېدلی او پکي زيات کسانو خپل ژوند بايللی دی.

تېره ورځ ماځيګر د خيبر پښتونخوا د کوهستان په کنديه علاقه کي د مسافرو يو ګاډۍ هله اوبو ته پرېوت چي د سيند د پاسه پل ونړېدی.

په دغه واقعه کيد څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ تنو خپل ژوند بايللی او ۱۱ کسان ټپيان سوي دي.

په سيمه کي د طبعي آفتونو، خرابو لارو او د ټرافيکي قوانينو د نه مراعات له امله په کال کي په سلګونو کسان مړه کېږي.