کور / راپور / خيبر پښتونخوا کي زرګونه ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه بې برخي سول

خيبر پښتونخوا کي زرګونه ماشومان د پوليو ضد واکسين څخه بې برخي سول

په خيبر پښتونخوا کي د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پای ته رسېدلی خو لا هم په زرګونو ماشومان له دې واکسين څخه بې برخي دي.

د راپورونو له مخي د خيبر پښتونخوا په اورکزو، هانګو او کورمه کي شاوخوا ۱۱۰۰۰ ماشومان له واکسين څخه بې برخي سوي دي.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي د نه پوهاوي په خاطر خلګ ماشومانو ته واکسين نه ورکوي او حکومت هم دې ته لار هواره کړې چي د واکسين په هکله د خلګو پوهاوی کم پاتي وي.

بل خوا په دغو سیمو کي خلک د حکومت له خوا د دوی د یو روحاني مشر میرانورشاه د زیارت د تړل کېدو پر ضد احتجاج کوي او وايي، ترڅو زیارت نه وي پرانېستل سوی دوی به خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورنه کړي.

پاکستاني حکومت په سيمه کي د روحاني مشر ميرانور شاه زيارت تړلی او خلګ وایي چي دا ددوی پر مذهبي او کلتوري باورونو باندي د بريد په مانا دی.

په خيبر پښتونخوا کي په دې وروستيو کي د پوليو څو مثبتي پېښي ثبت سوي دي او ډاکټران وايي، تر څو چي ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه وي ورکړل سوي، دا وایرس نه سي ختمیدلای.