کور / راپور / امريکا کي وسلوال بريد ۵ کسان وژلي او ۲۱ ژوبل دي

امريکا کي وسلوال بريد ۵ کسان وژلي او ۲۱ ژوبل دي

د امريکا په تکزاس ايالت کي يوه بريدګر پر عامو وګړو ډزي کړی او د يوه پوليس په ګډون ئې پنځه تنه وژلي دي.

په دغه پېښه کي ۱۶ کسان ژوبل سوي هم دي چي د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل سوی دی.

پېښه ځايي وخت د شنبي په ورځ له غرمې وروسته  اوديسه ښار ته څېرمه سوې ده.

پېښه داسي مهال رامنځ ته سوه چي کله پوليسو يو ګاډۍ ودروی خو سملاسي مرټر چلونکي پر پوليس ډزي وکړې او هغه ئې وواژه، ورپسې موټر چلونکي پر عامو وګړو ډزي وکړې چې په نتيجه کي ئې پنځه نور کسان ووژل سول او ۱۶ نور ټپيان دي.

د پوليسو په متقابله ډزو کي بريدکونکی هم وژل سوی دی.

پوليس وايي، چي بريدګر ۳۵ کلن سپين پوستی سړی دی، خو د څېړنو ترمهاله د هغه هويت او نوم نه شي ښودلای.

داسي وېره وه چي د بريد په ځای کي به بل بريدګر هم وي، خو پوليسو وويل چي د بل بريد ګواښ نسته.

په دې وروستيو کي په امريکا کي د وسلوالو بريدونو کچه لوړه سوې ده.