کور / راپور / ولسمشر غني: طالبانو د کندوز په بريد کي د افغانانو سره دښمني په ډاګه کړه

ولسمشر غني: طالبانو د کندوز په بريد کي د افغانانو سره دښمني په ډاګه کړه

ولسمشر اشرف غني پر کندوز د طالبانو وروستی بريد په سختو ټکو غندلی او وايي، طالبانو په دې بريد سره دا وښودل چي دوی د افغان اولس سره دښمني لري.

نوموړي وويل، طالبان د هيواد او خلګو دښمنان دي، دا چي دوی پر عامه تاسيساتو بريدونه کوي او ولسي وګړي د سپر په توګه کاروي ددې څرګندونه کوي چي دوی د هيواد دښمنان دي او د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

 افغان چارواکي وايي، چي لا هم د کندز ښار په څنډو کي د طالب وسلوالو سره جګړه روانه ده او له ځينو سيمو ئې طالبان پر شا کړي دي.

د چارواکو په خبره د ښار په مهمو برخو کي ئې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني په دې اړه وايي: امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو برید پرشا تمبولی او دغه راز د هوايي ځواکونو په برېد کي ۲۶ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او افغان ځواکونه طالبانو ته دا اجازه نه ورکوي چې د تېرو کلونو تجربه بیاځل تکرار سي.

دشنبې په شپه ۱:۳۰ بجه طالبانو د کندوز پر ښار د څلورو خواوو څخه حمله وکړه او د ښار ليري څنډو ته داخل سول.

اشرف غني د ياد بريد په غبرګون کي ويلي دي، هیوادوالو د ځان او مال ساتنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کي جدي تعهد موجود دی.

نوموړي وايي، د طالبانو دغه ډول اعمال د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کي جریان لري، په ټکر کي دي. حال دا چي د افغانستان خلک د جګړې د پای ته رسېدو اودوامداره سولي چي خلک په کي باعزته ژوند وکړي، غوښتونکي دي