کور / راپور / د لسګونو کسانو په وژل کېدو د کندوز جګړه پای ته ورسېده

د لسګونو کسانو په وژل کېدو د کندوز جګړه پای ته ورسېده

پر کندوز د طالبانو بريد چي دوې شپې وړاندي ئې کړی وو پای ته رسېدلی او ګڼه مرګژوبله ئې ترشا پرېښودل.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي طالبان ئې د کندوز ښار له څنډو پسي اخيستي او اوس په ښار کي چاڼيز عمليات روان دي.

دوې شپې وړاندي طالبانو دکندوز پر ښار له څلورو اړخونو بريد وکړ او د ښار ځيني څنډو ته ننوتل.

د بريد وروسته افغان کمانډو ځواکونه هم سيمي ته ورسېدل او د طالبانو سره په جګړه بوخت سول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کي ۲۰ افغان سرتېري، ۵۴ طالب وسلوال او ۵ ولسي وګړي وژل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت نن د يکشنبې په ورځ وويل، چي دافغان امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کي دکندوز علي خیل، قهوه خانه، زاخیل کلی او کسه خانې سیمې له طالبانو څخه پاکي سوي دي.

تېره ورځ ماځيګر مهال د کندوز ښار په مرکز کي ځانمرګي بريدګر ددغه ولايت د امنيه قومندانۍ د وياند په ګډون ګڼ کسان ووژل او د ملکي وګړو په شمول ئې ځيني نور ژوبل کړل.

طالبانو تراوسه د حکومت له لوري طالبانو ته د اړول سوي زيان په تړاو څه نه دي ويلي، خو د افغان سرتېرو ته ئې د درنې مرګژوبلي د اړولو ادعا کړې ده.

پر کندوز بريد پر داسي مهال کېږي چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو نهم پړاو پای ته ورسيدی او نن يکشنبه د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راورسېدی.