کور / راپور / کندهار کي د۲۰ کسانو لپاره يوځای د واده مراسم ترسره سول

کندهار کي د۲۰ کسانو لپاره يوځای د واده مراسم ترسره سول

د سېلاب خيريه بنسټ له خوا په کندها رکي د ۲۰ ځوانانو لپاره په ټوليز ډول د واده مراسم ترسره سول.

ددغه بسنټ مشر او په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازی سيداحمد سيلاب چي ياد مراسم ئې جوړ کړي وه وويل، دا کار ئې ددې لپاره کړی ترڅو په ټولنه کي يووالی رامنځ ته سي، په ودونو کي د بېځايه مصارفو مخه ونيول سي او بې ځايه دودونه له منځه ولاړ سي.

ددغه مراسو په تړاو د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، چي دا ډول پروګرامونه په اوسني کمزوري اقتصاد کي ډېر ښه نوښت دی او د ناوړه دودونو په مخنيوي کي رغنده رول لوبولای سي.