کور / د ډيورنډ کرښه / ‎د کشمیر، شام او فلسطين ماشومان ‌‌‌‌‌‌ډېر مظلوم دي او که د پښتنو؟؟؟

‎د کشمیر، شام او فلسطين ماشومان ‌‌‌‌‌‌ډېر مظلوم دي او که د پښتنو؟؟؟

ليکنه: لايبه يوسفزۍ

ژباړه: عبدالقهار همت

‎ماشومان د یو قام د راتلونکي معماران وي، نو ځکه هر قام کوشش کوي چې د خپلو بچېانو د روغتېا، امن، ښونې او روزنې، او ښه چاپېرېال لپاره زمینه برابره کړي.
‎مګر د پښتون قام بچېان د نړۍ ېواځينی قوم دی چې نسل وژنه او هر قسم ځورونه یې روا ده.
‎له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان او له تېرو شلو کلنو راهیسې پښتونخوا کې د پښتون قام د لکونو او زرګونو بچېانو د بدن ټوټې په دهماکو او بمونو کې الوتي دي، زما په خېال په دومره کلونو کې په دومره تعداد به د هېڅ کوم ملک یا قوم د بچېانو نسل وژنه نه وي شوي او نه به یې دومره زېات وخت نیړلی وي، او نه هم کوم ملک کې دومره بارودي مواد استعمال شوي دي څومره چې د کرښې دواړو غاړو د پښتنو په سیمه کې استعمال شوي، چې په نتیجه کې یې په زرګونو پښتانه بچېان شهیدان شوي او همدارنګه نور په زرګونو ټپيان او معذوره شوي، اوس هم په قبایلي سیمو کې د ځمکې ماینونو له امله ماشومان شهیدان کېږي او معذورېږي.
‎ایا په کشمیر، شام او فلسطين کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې دومره ماشومان په ماینونو مړه او معذوره شوي لکه په قبایلي سیمو کې چې له تېرو شلو کالو راهیسې مړه او معذوره شوي؟؟؟ نه بېخي نه.
‎اول دا چې هغوي د ازادي لپاره جنګېږي، دا یو فرق او بل دا چې په هغوي د بل مذهب فوځ قابض دی، لیکن دلته د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د بچېانو یو قاتل دی، نه دلته کوم بغاوت شوی او نه هم چا د ازادۍ لپاره جګړه کړې ده، نو بیا ولې د پښتنو د مشرانو او بچېانو نسل وژنه له څو لسیزو راهیسې روانه ده؟
‎د داسې حالاتو یا پېښو پوښتنه خپله پښتون قام هم تر اوسه نده کړې نو نور خلک به یې څه پروا وکړي، تر څو چې یو قام د خپل تاوان د پوښتنې شعور ونلري نو بل قام سره دومره وخت نه وي چې د یو داسې بې شعور او جاهل قام پوښتنه وکړي.
‎کله چې قومونه د خپلو ګټو او نقصان پوښتنه وکولی شي نو بیا د دغه نقصان کوونکي دښمن هم پېژندلی شي، او هغه تر خپل نظر لاندې نیولی شي او حساب هم ترې غوښتلی شي، او د دې حساب د غوښتلو لپاره په مختلفو لارو د نړۍ پام ځانته راګرځولی شي، او په همدې طریقه د خپل امن پروسیجر ته عملي جامې د وراغوندلو هڅه او کوشش کوي، او د دې لپاره ټول وګړي فکر کوي، خو دلته د پښتون پر ځمکه همېش لیدل کېږي چې عام پښتون لپاره د پنجابي رسنیو باندې د فلسطين، شام او کشمیر ‌‌‌‌‌‌ډرامه ښودل کېږي او له خپلو مسائلو نه یې توجه ګرځول کېږي او په ځانګړې طریقه د مسلماني په جذبه خړوبوي او د اسلام ټېکدار یې ترې جوړ کړی او په همدې طریقه یې له خپلو خلکو سره د همدردي او درد جذبه ختمه کړې، په همدې ‌‌‌‌‌‌ډول یې بې شعوره کړي او د پښتون قام او خصوصاُ د پښتنو د بچېانو لپاره نه د انسانیت جذبه ورکوي او نه هم د مسلماني او نه هم د خپل افغان ملت احساس کولی شي.
‎کوم چې دا مهال د پښتون افغان ملت لپاره له لویې غمیزې څخه څه کم ندی.
‎همدا اوس پرون د مومند ضلع(ولسوالۍ) کې د ساګي بالا په غره کې د بارودي سرنګ په دهماکه کې درې ماشومان چې واښه یې رېبل شدید ټپيان شول، د يوه ماشوم پښې قطعه شوي او د همېش لپاره ګو‌‌‌‌‌‌ډ یعنې معذوره شو، دا د ېوې ورځې واقعه نه ده، ستا په سلګونو بچېان په ځمکني ماینونو کې معذوره کېږي، ایا تاسره دا فکر شته چې پښتانه بچېان زمونږ د ایندې معماران دي او دا چې معذوره شي نو یو بسته قام معذوره کېږي، د دوي اینده معذوره کېږي. ایا تاته دا احساس شته چې د خپل قام له تکلیفونو او له درد څخه دې لرې کوي او ستا توجه اړوي، او تا نه صرف په ذهني طور بې شعوره کوي بلکه معذوره کوي دې هم.

تر درې سوو قبائلي ماشومان د ماینونو له کبله معذوره شوي، او لدې نه زېات شهیدان شوي هم دي.‎ستا په ذهن کې دا سوال ولې نه راولاړېږي، چې د دې حساب او تاوان به څوک ورکوي؟ ایا د دې حساب هم کېدلی شي او کنه؟ ایا د دې حساب ورکول ممکن دي؟ نه بلکل نه، ځکه چې تا یو نسل د ټول عمر لپاره معذوره کړ، او تاسو زمونږ په سلګونو پښتانه بچېان په خپلو ښخ شویو ماینونو په نظر کې ورکړي دي، او د انساني ځان د ضایع کېدلو کفاره هیڅوک هم نشي ادا کولی، بیا د راروان وخت لپاره تاسو پښتنو کوم پلان نیولئ او یا مو فکر ورباندې کړئ؟ چې څنګه خپل بچېان وژغوروو او څرنګه د دوي ژوند د ماینونو له معذورېدو او وژل کېدلو وژغوروو؟
‎نه، تر اوسه نه تاسو ورباندې سوچ کړی او نه هم تاسو د اینده لپاره کوم پلان نیولی، بلکه تاسو په اجتماعي ‌‌‌‌‌‌ډول پدې اړخ فکر هم ندی کړی، دا څومره بد قسمته قوم دی چې خپله په نسل وژنه، دشهتګردۍ، د وسائلو په چور ، معاشي غلامي او د نورو بې شمېره مسائلو ښکار دی، بېا هم نه د خپلې ازادي، تعلیم، معاشي ترقي او پر امن زندګي سوچ کوي، او نه هم د هرې ورځې انفرادي او اجتماعي ظلم، زیاتي او بې انصافي سوچ کوي، بس چې څه یې بادار ووایي پټې سترګې یې قبلوي او مني یې ، داسې معلومېږي چې پښتون قام له پېړېو زوړ غلام قوم نه هم بدتره زندګي باندې هم بې فکره او خوشحاله دی، هر یو پدې مطمئنه دی چې دومره بې انصافۍ او ظلمونو سره هم د ده او د نوموړي د خاندان د قتل نمبر لانه دی راغلی.
باقي به کتی شي چې لمونځ پنځه وخته وکړي او سه روزې ته   لاړ شي.
د مولانا طارق جمیل د خوبونو خوشخبرۍ او بد خبرۍ واوري ځکه چې هغه د پښتنو په نزد د الله جليل القدر بنده دی. او خدای سره ئې  ډايريکټ تماس نیولی دی ۔د اخرت د ژوند په فکر کې ئې د دنيا ژوند د ځان او خپل ملت لپاره جهنم کړی دی.  د پنجاب قبله رائیونډ ئې  د سعودي د قبلې نه پس د پښتون ملت دويمه قبله ده . بال بچ بې سرپرسته پریږدي او نورو ته تبلیغ له  روان شي ۔ خدای دي وکړي چې خپل اعمال یی د دوہ ټکوهم نه وي خیر دی ۔او رائیونډ کې د خدای ذکر ورته مهم دی ځکه چې خپل کور کې د خدای ذکر ورته کفر ښکاري.

اخر کله به پښتون قام ته عقل و شعور راځي .  د خدای قران کې ایت نازل کړی دی ۔ چې هـر انسان ته هـغه څومره ملاوېږي چې څومره ئې  يو بنده هڅه کوي. او خدای پاک فرمايلي، چې ځما په کایناتو کې فکر  وکړئ .یعنی علم په زدکړي  سره  کېږي ۔ خو دلته  چې اسلام په  اصل هـدف خبري کې هـر تن دربانی فتوې لګول شروع کړي چې د ازل نه د مسلمان فطرت دی. دوی قسم کړی دی چې د جاهـلانه فکر به نه پرېږدو ۔ نو بیا به دوی  د خپلو ماشومانو باره کې کله  فکر  وکړي ؟؟

 ماشومان هـر ځای یو شان وي او د نور قامونو بچو درد محسوسول ښه خبره  ده، خو دا هـم حقیقت دی چې صفا منافقت دی چې تاسو د داسي قامونو بچو غم ته ژاړئ چې نه ئې ستاسو سره کلتوري رشته شته او نه ئې هم جغرافيه يوه ده. د زرګونو کلوميټره په فاصلې کې ليري پرتو نورو قامونو باندي د غم ژړا او چغي وهي، مګر خپل خوا کې د خپل نسل ماشومانو درد نه محسوسوي او نه درته ښکاري. یا مو د نژدې نظر کمزوری دی، یا مو په خپلو کې  لا د درد احساس مړ دی، یا د بدتریني غلامۍ  ښودلو سرہ سرہ بې حده يې، ځکه چې ليری پراته هـیوادونه  د نورو درد هـله  محسوسوي چې خپله امن او سوکاله ژوند کوي. ستاسو په  خپله خاوره خپل کور کې اور لګیدلی دی او دلته د لوټ مار بې انصافو قتل بازار ګرم دی،کله هم د  شام فلسطین خلکو تاسو لپاره خپل غږ پورته کړی دی ؟ نه، هغوی خو مو پېژني هم نه . کوم قام چې د نسل کشۍ د هغوی تر بچو روانه وي او دا قام په اجتماعي توګه د غلامۍ په طرز ژوند ځواک کې تردې حده بې شعوره شوی وي، نو د تاريخ په پاڼو کې به ئې تش نوم پاتي شي.

 ستاسو بچو ته  مفت تعلیم ورکول خو لويه خبره ده، خو هـغوی درته سکولونه دهـماکو کې ړنګ کړل،  دغه  د فوج قیمتي اثاثې چې ورته  وايي دا طالبانو درته  ارمي پبلک سکول، باچا خان پوهـنتون او زراعت هـاسټلو کې په  سوونو بچېان  ووژل او دا  په  داسي ښار لکه  پېښور کې چې په سوونو چهـاوڼو په خپل حفاظت کې راوستلی دی او دغه تعلیمي ادارو ته ښه په ارام رسیدلي دي. نه  تر ننه یو ترهګر ونیولی شو. که احسان الله  احسان قاتل چې وهم نیولی شو پنجابي جي ایچ کېو میلمه  کړ او پر میډیا ئې  داسي انټرویو خپرہ کړی چې لکه د پښتنو د بچېانو نسل کشي چې نه وي بلکې د دښمن وطن يې فتح کړی وي .محال دی چې په پښور کې د سلو نه زیات د پښتنو کسان راوتلي وي ۔د پښتون بچو په قتل عام پښتانه چپ پاتي وه او کشمیر کې دوہ کسان ووژل شی  نو پښتانه جلسې او جلوسونه راوباسي او انډیا ته  دهـړکې شروع کړي. په اجتماعي توګه د یو قام بې شعوري اوبې غيرتي کارونه به د دنيا په هيڅ ځای کې په نظر رانه شي.  خپله پنجابیان د کشمیر پر سر د انډیا سره جنګ  نه غواړي،  د هـغوی سیاست مداران په حکومت او په ضد پنجابي سیاستدان لکه  شاه محمود قریشی انډیا سرہ جنګ ته  خود کشي وايي، داسي فواد چودهـری وایي په  جنګ کې به دواړه اړخونو ته  پنجابیان مري. یعني انډیا پنجابی چې هـندو دی خو دوی ئې خپل ورورګڼي، دغسي شهباز شریف او مشاهد حسین چې حکومت په مخالف پارټۍ کې دي هـم دا وايي، چې کشمیر کې به وینه بهـېږي نو کابل کې  به ولي امن خبری کېږي. قام پرستي دي څوک له پنجابیانو نه زده کړي.

نو لر وبر پښتنو ته خو شرم کول پکار دي چې په دین، نسل، کلتور، تاریخ او جغرافیايه ئې  یوه ده خو بیا هـم یو بل ته  کنځلي او بدي ردي وايي. چې انډیا میزائل هـم راوغورځوي پنجاب به ښه چای وڅکي، سلفياني او ګډاګاني به وکړي او په عزت  به ئې واپس کړي. حالانکه د جنګي قوانینو مطابق دښمن به قید کوي یا به ئې د شرطونو سرہ واپس کوي. پښتانه دي قوانین او حالاتو باندي کلي نظر ساتي، د هـیواد او په بین المللي کچه  ځان په حالاتو باندي خبر ساتل د یو په سهي معنا کې باسواده او باشعورہ قام کار دی، د مطالعه پاکستان زدکونکو ګل خانانو او قام خرڅونکو بې ضمیرہ دلالانو کار نه دی.
ليکنه: لائبه یوسفزۍ
ژباړه: عبدالقهار همت