کور / راپور / محمود خان اڅکزی: د پاکستان اوسنی نظام غيرآيني دی، بايد چپه کړل سي

محمود خان اڅکزی: د پاکستان اوسنی نظام غيرآيني دی، بايد چپه کړل سي

د پښتونخوا ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چي د پاکستان اوسنس حکومت غير قانوني دی او بايد چپه کړل سي.

نوموړي د وي او اې ډېوه راډيو سره په يوه مرکه کي ويلي، چي په پاکستان کي اوسنی حالت د منلو وړ نه دی او که همداسي حالات روان وه کېدای سي پاکستان په کورنۍ جګړه اخته سي.

نوموړي وويل، اوسنی نظام غير آيني دی او بايد چپه سي.

محمود خان اڅکزي وويل، پوځ په غير قانوني توګه د حکومت په چارو کي لاسوهنه کوي  او د همدوی د لاسه اوسنی بحران روان دی.

هغه د پښتون ژغورني په هکله وويل، چي ددوی ګوند ئې تر شا ولاړ دی او د هغوی کلک ملاتړ کوي.