کور / راپور / بلخ کي سړک غاړي ماين چاودني اته ملکي وګړي شهيدان کړي دي

بلخ کي سړک غاړي ماين چاودني اته ملکي وګړي شهيدان کړي دي

تېره ورځ د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين چاودني د ماشومانو په ګډون اته ملکي کسان شهيدان کړي دي.

د بلخ ولایتي چارواکي وايي، د ملکي وګړو د سپرلۍ ګاډی د چمتال ولسوالۍ څخه د مزارشريف ښار ته پر لاره وو چي د سړک غاړي ماين ورباندي وچاودېدی او پکي سپاره ټول وګړي شهيدا سول.

د بلخ د والي وياند منيراحمد فرهاد وویل:” دغو اتو مسافرو په یو سراچه ډوله موټر کي چمتال ولسوالۍ د امام صاحب له کلي څخه ښار ته سفر کاوه، چي د سړک د غاړې له ماین سره ئې ټکر کړی او ټول شهیدان سوي، دا ماین له وړاندې د طالبانو له خوا په دغه سړک کي ښخ سوی وو”.

څو ورځي وړاندي هم د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين چاودني د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان شهيدان کړل.