کور / راپور / لبناني تنظيم حزب الله د اسرائيلو پر پوځي اډه توغنديز بريد کړی دی

لبناني تنظيم حزب الله د اسرائيلو پر پوځي اډه توغنديز بريد کړی دی

په لبنان کي ميشتي د حزب الله ډلي د اسرائيلو پر يوې نظامي اډې راکټي بريد کړی دی او ددوی په وينا دروند مالي زيان ئې ورته اړولی دی.

د حزب الله مشر حسن نصرالله ويلي، چي دا بريد ئې په لبنان کي د اسرائيلو د حملې په ځواب کي کړی دی.

تېره ورځ اسرائيلي ځواکونو د لبنان په خاوره کي د بې پيلوټه الوتکي په مرسته د حزب الله ډلي دوه غړي ووژل.

د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نيتنياهو وايي، چي د حزب الله په راکټي بريد کي مرګژوبله نه ده رامنځ ته سوې.

نيتنياهو خلګو ته ويلي، چي بېرته عادي ژوند ته وروګرځي او د حزب الله د بريد په غبرګون کي ئې پر لبنان باندي ۱۰۰ توغندۍ ويشتلي دي.

نوموړي وويل: “ ما خپل پوځ ته امر وکړ، چي د حزب الله د بريد په غبرګون کي اقدام پورته کړئ او هر ډول حالاتو ته چمتو اوسئ، اوس خلګ په ډاډه زړه کولای سي چې عادي ژوند ته وروګرځي، موږ خپل غچ واخيستی”.

بل خوا د ايران د سپاه پاسداران مشر جنرال قاسم سليماني د حزب الله لخوا پر اسرائيلو بريد ستايلی دی او دا ئې د مقاومت يوه بېلګه بللې ده.

په ورته مهال د لبنان لومړي وزير سعد حريري د حالاتو د کنټرول لپاره د امريکا او فرانسې د چارواکو سره په اړيکه کي سوی دی.

د څېړونکو په اند که په سيمه کي دا حالت نور هم دوام پيدا کړي نو د يوې نوي جګړې د پيلېدو وېره سته.