کور / #PTM / پېښور های کورټ د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اورېدنه رد کړه

پېښور های کورټ د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اورېدنه رد کړه

د پېښور های کورټ  د علي وزير او محسن داوړ د ضمانتونو اورېدنه رد کړې او هغه ئې بېزته د بنو هدالت ته واپس کړې ده .

د علي وزير او محسن  داوړ وکيلان طارق افغان او عبداللطيف اپرېدی وايي، چي نن د پېښور های کورټ د وزير او داوړ دواړو د ضمانت اورېدلو کېس مسترد کړ او هغه ئې د بنو عدالت ته حواله کړ.

عبداللطيف اپرېدي او طارق افغان يوه مياشت وړاندي د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اورېدنه د پېښور های کورټ ته راوړې وه، خو نن دا اورېدنه رد سوه.

طارق افغان وايي، موږ دا قضيه ځکه پېښور ته راوړه چي زموږ په ګومان دلته به غټ ججان وي او د چا فشار ته به غاړه نه ايږدي خو له بده مرغه دلته هم ججانو د فشار له مخي د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت اورېدنه ونه کړه.

ښاغلی افغان وايي، دپېښور های کورټ لخوا دعریضې رد کیدلو وروسته به اوس دوی دبنو دترهګرۍ ضد محکمې پرېکړې ته صبر کوي او که چيري هغه محکمې هم د محسن او علي وزیر دضمانت خواست ونه منی نو بیا به دضمانتونو لپاره یا خو سترې محکمې ته مراجعه کوي او یا به کیس په وړاندې وړي.

طارق افغان وویل په دبنو دترهګرۍ ضد محکمې قاضي چي په کومه توګه د ضمانتونو د عریضې اوریدنه په مخکې وړي هغه شکونه راپیدا کوي چې دضمانتونو په لړ کې دځنډ بهانې کتل کیږي.

دطارق افغان په وینا” په دوو میاشتو کي درې ځله دجج په رخصتیو تګ او دتګ په مهال داوریدنې واک دقانون برعکس دبنو د ضلعي جج په ځای دشمالي وزیرستان ضلعي جج ته سپارل هغه څه دي چي په دې اوریدنه شکونه راولاړوي”.

څېړونکي وايي،چي د ټولو عدالتونو ججان اوس د پوځ  په اشاره عمل کوي او ټول د ترهګر پوځ په امر کارونه ترسره کوي.

علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه  په خړکمر کي د ترهګر پوځ لخوا پر پي ټي ايم د بريد وروسته ونيول سول او د ترهګرۍ په تور په زندان کي شپې سبا کوي.