کور / راپور / لغمان کي د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي شهيدان سوي دي

لغمان کي د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي شهيدان سوي دي

د لغمان چارواکي وايي، چي ددغه ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کي د هاوان ديوې مرمۍ له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي شهيدان سوي دي.

د چارواکو په خبره، دهوان دغه مرمۍ د طالبانو لخوا توغول سوې او د ملکي وګړو پر يو کور پرېوتلې ده چي پکي د همدغي کورنۍ پنځه غړي په شهادت رسېدلي دي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

پېښه تېر ماښام ناوخته رامنځ ته سوې او د پېښي ټپيان نژدې روغتون ته انتقال سوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کي د جګړو له امله د ملکي وګړو تلفات خورا ډېر سوي دي چي دولت او طالبان ئې يو پر بل پړه ور اړوي.