
په قطر کي د طالبانو سره د امريکايي پلاوي د نهم پړاو مذاکراتو وروسته زلمی خليلزاد تېره شپه کابل ته راورسېدی او دلته ئې د افغان ولسمشر اشرف غني او اجارئيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل.
د اړګ لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي خليلزاد په قطر کي د طالبانو سره د خبرو بشپړ جزئيات د افغان ولسمشر اشرف غني سره شريک کړل.
بل خوا د ولسمشر غني سلاکار وحيد عمر پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي خليلزاد د طالبانو سره د ممکنه هوکړه ليک يوه کاپي ولسمشر ته سپارلې ده.
وحيد عمر وايي: “ولسمشر غني او عبدالله نن له خليلزاد سره وکتل، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې مسودې یوه کاپي وسپارله. موږ به سند ته کتنه وکړو او د خلیلزاد او ټیم سره به خبرې اترې دوام ومومي.”
President Ghani and CE Abdullah met with Amb Khalilzad today. He handed a copy of the draft framework agreement between US and Taliban. We will look into the document and discussions with Amb Khalilzad and team will continue. Sediq Sediqi will provide more details to media soon.
— Waheed Omer (@Waheed_Omer) September 2, 2019
خليلزاد په قطر کي د طالبانو سره د نهم پړاو خبرو د پای ته رسېدو وروسته وويل: “موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې.”
موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یو چې زورزیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښیني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالتونو، متحدینو یې او بل هیواد ته ګواښ ونکړي، مذاکرات وکړې.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 1, 2019
په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ د نهم پړاو خبري څو ورځي وړاندي پيل سوي وې او ويل کېدل چي په دې دور خبرو کي به د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولي هوکړه نهايي سي.
د قطر مذاکرات پر داسي مهال روان وه چې دوې ورځي وړاندي طالبانو پر کندوز ښار حمله وکړه او د افغان ځواکونو سره د ښار په څنډو کي په جګړه کښېوتل.
زلمي خليلزاد تېره ورځ وويل، چې پر کندوز د بريد په هکله د طالبانو سره ږغېدلی دی او ورته ويلي ئې دي چي د مذاکراتو پر مهال بايد تشدد ختم سي.
ما نن په خبرو کې د کندز برید یاد کړ او طالبانو ته مې وویل چې دغه ډول زورزیاتی باید ودرول شي. سربیره پر دې، جنرال میلر نن د کندز لیدنه وکړه او افغان ځواکونو ته پر مرستې تمرکز کوي چې د ښار دفاع کوي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019