کور / راپور / اسفنديار ولي خان: د افغان حکومت سره د خبرو پرته د سولي مذاکرات بې ګټي دي

اسفنديار ولي خان: د افغان حکومت سره د خبرو پرته د سولي مذاکرات بې ګټي دي

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، چي په افغانستان کي به هله د سولي مذاکرات بريالي سي چي طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

ښاغلي خان چي د پېښور د باچاخان مرکز کي ئې د ځوانانو يوې غونډي ته وينا کول وويل، چي په افغانستان کي حکومت د جنګ يو اړخ دی او بايد ددوی سره مخامخ مذاکرات وسي.

د هغه په خبره، که چيري طالبانو د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه سي، نو د سولي دا رواني خبري به د ستونزو سره مخ سي.

ښاغلي خان د پښتني علاقوم په تړاو هم خبري وکړې او وئې ويل چي دلته يوځل بيا د رياست په ملاتړ وسلوال فعال سوي دي او په پېښور، سوات او قبائلي سيمو کي يوځل بيا آفت ( د پوځ ملاتړي طالبان) پيدا سوی دی چي د خلګو ژوند ته ئې ګواښ پېښ کړی دی.

اسفنديار ولي خان دا هم وويل، چي اوس د پاکستان داخله او خارجه پاليسي ناکامه سوې او په بشپړه توګه له کاره لوېدلې ده او همدې غلطو پاليسيو زموږ ژوند ته خطره پېښه کړې ده.