کور / راپور / طالبان وايي، په کابل کې د تېري شپې بريد دوی کړی

طالبان وايي، په کابل کې د تېري شپې بريد دوی کړی

تېره شپه څه کم لس بجې د کابل ښار د نهمي ناحيې اړوند په ګرين ويلج ( زرغونه سيمه) موټربم بريد وسو او ورپسې د سپکو وسلو ږغونه هم واورېدل سوه.

په دغه سيمه کي چي د کابل ترټولو امن سيمه بلل کېږي  د ګڼو هيوادونو د سفارتونو ترڅنګ د ځينو قراردادي کمپنيو دفترونه هم دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي د تېري شپې د بريد سره هممهاله سيمي ته نژدې د تيلو يو ټانکر هم اور اخيستی دی.

نصرت رحيمي وايي، چي په بريد کي پنځه کسان وژل سوي او پنځوس نور ټپيان دي.

د رحيمي په خبره وژل سوي او ژوبل کسان ټول ملکي وګړي دي او ښايي د قربانيانو شمېر نور هم لوړ سي.

بل خوا طالبانو د ياد بريد مسؤوليت منلی دی او ويلي ئې دي چي لومړی موټر بم بريد سوی او ورپسې ددوی جنګيالي سيمي ته ننوتلي او جګړه کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چي په بريد کي ئې لسګونه امريکايي او نور بهرني سرتېري وژلي دي.