کور / راپور / د طلوع نيوز سره د خليلزاد د مرکې لنډيز

د طلوع نيوز سره د خليلزاد د مرکې لنډيز

په قطر کي د طالبانو او امريکايانو د نهم پړاو مذاکرات دوې ورځي وړاندي ورځ پای ته ورسېدل. په مذاکراتو کي د امريکا استازی زلمی خليلزاد کابل ته رارسېدلی او دلته ئې د افغان چارواکو سره د سولي په تړاو ږغېدلی دی.

خليلزاد تېره شپه د طلوع نيوز سره ځانګړې مرکه هم وکړه چي مهم ټکي ئې دادي:

۱. د کاغذ پر مخ طالبانو سره توافق ته رسېدلي يو، خو د ټرمپ موافقې ته منتظر يو.

۲. په ۱۳۵ ورځو کې به ۵ نظامي اډې ترک کړو.

۳. اوربند له مونږ سره ونشو په بين الافغاني مذاکراتو کې به يې سرنوشت معلوم شي.

۴. د ځواکونو د وتو په تقسيم اوقات کې تر اوسه څه نشم وييلای چې څومره وخت کې به وځو.

۵- ايا امريکا ته د يوه تهديد په صورت کې د امريکا او طالبانو د مشترکو عملياتو امکانات شته؟؟ نه مونږ به ترجېح ورکړو چې طالبان پخپله اقدام وکړي.

۶- موافقتنامه کې د اسلامي امارت نوم شته؟؟ هو  شته.

۷ـ تر اوسه څرګنده شوې نده چې څوک به زمونږ لخوا دا توافقنامه له طالبانو  سره لاسليک کړو.

۸- د طالبانو پر ضد مونږ او د افغانستان حکومت په مشترکه توګه جګړه وبايلله.

۹- حکومتي چارواکو ته موافقتنامه ښودل شوې، وييلې ده خو ورکړل شوې نده.

۱۰- د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ زر پيلېږي، خو حکومت تر اوسه ندی توانېدلي هيئت وټاکي.

۱۱. ددې چانس نشته او يا ډير کم دی چې ټرمپ به په موافقتنامه کې کوم تغيرات راولي.

۱۲- طالبانو به په ځينو مسائلو يو دم لاس پورته کړ چې بس پدې مسله دغسې توافق وشو، همداسې بايد شي، چې دا مونږ ته جالبه وه.

۱۳- زه به ډير په بين الافغاني مذاکراتو کې نه يم ښکېل خو قطر، اندونيزيا، ناروې، ملګري ملتونه او نور علاقمند دي چې مېنځګړيتوب وکړي.

۱۴- مونږ ته يعنې امريکا ته سوله تر ټاکنو مقدمه ده، خو که ټاکنې د سولې خنډ شي نو دا به ښه نه وي.

۱۵- تر ټاکنو مخکې به زمونږ موافقه وشي او بين الافغاني مذاکرات به پيل شي.

۱۶- د امريکا لپاره د امارت راګرځېدل د منلو ندی، خو دا د بين الافغاني ډيالوګ پورې اړوند موضوع ده، مګر امريکا نغواړي چې اسلامي امارت بيا جوړ شي.

۱۷- يو وخت مې فکر کاوه چې طالبان د يوه بهرني  هيواد تر قومندې لاندې عسکر دي، خو له نهو مياشتو مذاکرې وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې دا فکر مې سم ندی ، طالبان تر ډيره وطندوسته خلک دي.

۱۸. له امکانه ليرې نده چې طالبان دې په راتلونکې کې د امريکا دوستان وي.

۱۹- د کورنۍ جګړې کوم خطر راته نښکاري، ځکه همدې لپاره مونږ مذاکره کوو چې دا خطر دفع کړو او که خدای مکړه داسې وشوه نو معنی دا چې مونږ به ناکامه يو او داسې يوه سوله به مو نه وي کړې چې افغانستان د ثبات خاوند شي.

۲۰- ايا طالبان مدغم کېږي؟؟ نه مونږ پدې اړه بحث ندی کړی خو طالبان له اصلاحاتو وروسته يو منظم امنيتي ځواک د افغانستان لپاره غواړي.

۲۱- ايا د ډيورنډ په هکله بحث شوی؟ د افغانستان خلکو ته اطمنان ورکوم چې پدې اړه کوم بحث ندی شوی.

۲۲- چين او روسيې هم مذاکره کې همکاري کړې او د لاسليک غونډې ته به دعوت شي.ٰ