موډکی
ولي شاه طبيب ليکنه
لنډه کيسه
که څه هم چه نوم يي سراج الدين ؤ خوپه ښوونڅي کي په موډکي مشهور ؤ، هغه دښارپه يوه ليسه کي په يوولسم ټولګۍ کښي زده کړه کوله ،هغه به ښوونځي ته پرنهوبجو راتلۍ چا هغه ته څه نه ويل ځکه چه دپلاني خان زوی ؤ اوپلاني خان خو يو مقتدر سړی ؤ په لوړ دولتي پوست کي يي کارکاوه او یو توپک سالازهم ؤ نو دښوونځۍ مدير اوسرښوونکۍ دپلاني خان په وړاندي څه کولای سوای . موډکۍ په رشتيا سره موډرن ؤ هغه کله چه به دمور په نارو دخوبه راويښ سو اوناشتا به يي وکړه نو به په خپل سنګار اخته سو دسرويښتان به يي روزمره پريولل بيا به يي په ډول ډول کريمانو اوسپري ګانو غوړاوه کله به يي پيکی پرتندي راايله کړ او ويښتان به يي پرسترګوپراته وه او کله به يي يوي اويا بلي خواته واړاوه ،غاړي ته به يي طلايي زنځير واچاوه ،دري څلور ګوتمۍ به يي په ګوتو کړي اودساعت نه علاوه يوطلايي زنځيري دستبند به يي هم ترلاس کړ، جګري لنډ لستوڼي تنګ کميس دجين دپتلونه سره واغوست دپتلون پايڅي به شوړيدلي اوتارتار وي ،داسي به ښکاريدی چه ګواکي زوړ پتلون دی خوداسي نه وه بلکه نوی موډ اوډيزاين همداسي ؤ ،موډکۍ به پلن کمربند ترملاکړ او توري عينکي به يي پرسترګوکړي اوډير عطربه يي پرغاړه اوويښتانو کارکړه بيا به يي دالمارۍ څخه يوکتاب راواخيستي تقسيم اوقات نه ؤ بلکي هرکتاب چه به په نظرښه ورغی هغه يي وړی ، ښکلی قيمتي موبايل به يي په جيب کي واچاوه او دګوشکيو په ذريعه به يي مست موزيک اوريدی او خپل موټر ته به وخوت او دښوونځي لورته به رهي سو ، موټربه يي دښوونځي په انګړ کي دراوه او همداسي دټیليفون ګوشکۍ به يي په غوږکي وي او ټولګۍ ته به بيله دي چه اجازه واخلي داخل سو او دټولګۍ په اخير کي به کښيناست ، ټولو ښوونکو پيژندی چه دادپلاني خان زوی دی ، هيڅ ښوونکي څه نه سوای ورته ويلاي هرڅوک برځان بيريدی نه چه دپلاني خان د قهر او غضب سره مخامخ سي او پرلويه بدي به واوړي . دي حالت دوام درلود او دامتحانو پروخت به دپلاني خان هلي ځلي شروع سوي چه دزوی لپاره ښي نمري واخلي ،چاته سره سترګه ښکاره کړي او څوک هم دروپو په زور راضي کړي چه زوي ته يي ښي نمري ورکړي داستادانو هم دپلاني خان سره څه په وس پوره وه نه يي غوښتل چه په بي ځايه لوی جنجال اخته سي نوبه يي موډکي ته ښي نمري ورکولي .
موډکۍ دماپښین لخوا دانګریزي کورس او دکمپیوتر کورس هم وايه ، ويل چيري وه هسي يي په اصطلاح ټيم پاس يي کاوه .
موډکي به په تولګۍ کي په خپلو هم صنفانو ملنډي وهلي ،کله به يي دچا برپتلون خندل اوکله به يي په يو او بل خرابو نومانو هلکانو ته خطاب کاوه ، يوه ورځ يي په ټولګۍ کښي دتفريح پروخت صابر ته ورږغ کړه : اي د مسکين زو دلته راسه داڅونه اوږدپتلون دي اغوستي دی ، صابرچه په رشتيا هم ډير غريب هلک وه ،خپل پتلون ته وکتل ، دمخ رنګ يي سورسو ،دزړه درزهار يي زيات سو او دموډکي لورته رانژدي سو او داسي يوکاري سوک يي دموډکي پرمخ ورګذارکړ چه دخولي اوپزي يي ويني راايله سوي ، نازولی موډکۍ دټولګي څخه ووت او پلارته يي تيليفون وکړ، صابر نور خپل دزړه بړاس ايستلی ؤ او په ډيره سړه سينه کښينات ،نورهلکانو هم زړه يخ سوي ؤ اوصابر ته يي وويل چه ياره ځان کاږه اوس پلاني خان راځي خوصابر وويل چه دومره بي غیرته نه يم ، په همدي شيبه کي دپلاني خان موټردمخه او دبوليسو موټر په پسي ښوونځي ته راننوت ، پلاني خان لکه زخمي مار تاو تاو کيدی دخولي يي ځګونه راغورځيده او داغه ناري يي وهلي چه يو واريي تاسي په لاس راکي چه زه يي وروښيم چه يوه پتيره څو ډوډي کیږي ، دښوونځي مدير اوښوونکي تري راوګرزيدل او دلاسايي يي ورکوله چه ته حوصله وکه هغه دي پوليس راغلي دي ،جزا به ورکي ، پوليسو هم سمدستي صابرته ولچک وروتړل او موټر ته يي واچاوه ، صابر په ډيره سړه سينه دپوليسو موټرته وخوت ، دپوليسو په ماموريت کي صابرسخت ووهل سو ،پلاني خان دخپل نفوذ او پيسو په زور صابرته دوسيه جوړه کړه اودشپږومياشتو قيد يي پرراويستي او دښوونځي څخه يي هم خارج کړ .
موډکۍ په همدي موډرنه طريقه زده کړي ته ادامه ورکړه اوددولسم ټولګي په جريان کي پلاني خان په دي وتوانيد چه د پيسو اوواسطي په زور زوي ته په خارج کي دزده کړي بورس واخلي .
موډکي بالاخره خارج ته ولاړ ، پلارډيري روپي ورکړي چه هلته ته دځان لپاره هرڅه واخلي او خپل عيش اوعشرت وکي .
خوهغه يوپرمخ تللی ملک ؤ هلته قانون ؤ اصول وه ،هرچاته دخپل لياقت اواستعداد په اندازه نمري ورکول کيدي ،استاد دچا پروا نه درلوده ، په هغه ملک کي دپلاني خان لپاره ځای نه ؤ . هلته دموډ اوفيشن په قصه کي څوک نه وه شپه اوورځ يي درسونه ويل ، خوموډکۍ ونه سواي کولای چه هلته مخ ته ولاړسي هغه خويوازي اويوازي نازولی موډکۍ ؤ . پسله دوو مياشتو موډکۍ راواپس سو .