کور / ترخې خبري / ښاغلی کرزی د دوکتور نجیب الله پر پله

ښاغلی کرزی د دوکتور نجیب الله پر پله

Dr. Mohammad Najibullahکله چي دوکتور نجیب الله په ټولنه، دولت او په ځانګړي توګه په نظامي ځواکونو کي خپل ګرانښت و منښت له لاسه ورکوه، نو د اوبو وړي په څېر یي هر ځک ته د ژغور په تمه لاس اچوه . د نجیب له دي هاندو هڅه څخه یو هغه د ځناور دوستم او د ده د څیرونکیو سپیو ځواکمنول وو . دی په دي اند وو چي په دي ځناورو به له یوي خوا مجاهدین وځپي او له بلي خوا به د دولت د خوسا او وروستېدوني بنسټ د نړښت مخنیوی وکړي . خو پایله یي د ده پر وړاندي د افغانانو لا نوره کرکه وه . کرکه خو به افغان ټولني تري کوله، خو دوکتور نجیب الله د خپلي هوښیارۍ ښکار شو . ښاغلی جهاني د داسي کسانو په
اړه څه ښه ویلي دي :


له توپانه خلاصېدله
په معبد کي زنداني سول
چي په خپل نفس یي هست کړل
د هغه بت قرباني سول


که د ښاغلي کرزي کړو وړو ته پام وشي، بل پیغام نه لري، خو یوازي دا چي دی به هم د خپلي نامناسبي کړنلاري د امرني پازوالي پر غاړه د رسۍ په توګه ومني .
ښاغلي کرزي د خپلي شخصي ګټي لپاره، د دولت واک و ځواک ټول شمالي ځناوري ټلوالي او هزاره ګانو ته ورکړی . د دولت له لوړو پوړیو څخه نیولي تر ټیټو څوکیو پوري د پردیو غلامانو په واک کي دي . اساسي دوی (قانون) چي په خپله شمالي ټلوالي او هزاره ګانو په خپله خوښ جوړ کړ، د همدوی ځناورو له خوا هغه وخت نه منل کېږي چي ګټه یي ایران او روسیي ته کمه وي . هره ولسوالي او ان هر کلی چي د هزاره ګانو او شمالي ټلوالي په ولکه کي دی، ځانته داسي قانون، ټولنیز جوړښت، او د داسي کړنلاري په خپلولو سره لګیا دي چي په ګرد سره پر پښتنو تېری دی او بس . له بده مرغه چي دغه ټولي ناخوالي له ښاغلي ڼbr> �رزي څخه سرچینه اخلي .


له نیستیه مي هست کړي
زما نفس پکښي چلېږي
په سجدو مي را ژوندی کړ
زما په وینو اوبه کېږي (جهاني)


هو، دغه ځناوري ډلي ټپلي خو اوس اوس یواځي ښاغلي کرزي راژوندئ کړي . که مخکي زېږېدلي هم وې، خو په اوسني اکر کي یوازي ښاغلي کرزي نه یوازي د بیا ژوند بلکي د پوره ودي موکه ورکړه . او اوس خو یوازي او یوازي د افغانانو په وینو اوبېږي چي لامل یي یوازي ښاغلی کرزی دی .


که څه هم چي ښاغلي کرزي خو باید له سره خپله ږیره موده وړاندي خرېیلي وای، خو له بده مرغه چي هر د وطن غلیم ته دا اجازه هم ورکوي چي تر ږیره لاندي یي پر پردي خره سپور تېر شي او افغانان په دي وغلوي چي ګواکي ولسمشر خو پښتون دی او نور واک د دوی اجاره ده . خو دا زموږ پښتون استازی او ولسمشر کرزی دی چي تر پښتو یي انګرېزي او پاړسي ښه زده ده . دا کرزی دی چي پښتو ژبه یي نن داسي سپکه کړه چي په هرات، مزار، کابل او ورو- ورو په نورو ولایتونو کي د پاړسیګنو محصلینو د ډېروالي په پلمه به له تعلیمي نصاب څخه وغورځول شي . دا کرزی دی چي ایراني او روسي نفوذ ته یي د شمالي ټلوالي په مټbr> �و لاره هواره کړه، خو چي د ده د څو کیلو ګرامه تریاکو په خرڅلاو کي کمښت را نه شي . دا کرزی دی چي د پښتنو سره یي په خپله ناوړه کرکجنه رویه د افغانستان امنیتي حالت داسي خراب کړ چي د روسانو وخت ته به هر کلی وویلای شو . دا کرزی دی چي په خپلو ماشومانه ویناوو افغانستان، ایران او تاجکستان یو هېواد ګڼي، خو د پاکستان پر وړاندي ګواښونه کاروي . دی به د اوسنیو مافیایي ډلو چي نه یوازي کرزی په خپله بلکي ټول ولس یي برمته نیولی، په باره کي د ښاغلي جهاني لاندي شعر هېڅ وخت ونه مني :


زه خالق د ده د جسم
په خپل روح مي را ایجاد کړ
دی نامرده یهودا سو
د نیکی نوم یي برباد کئ


ښاغلی کرزی په لوی لاس ځان په خپله د دغو ځناورو په کړو وړو کي ښکېلوي چي پایله به یي د نجیب د غاړي پړی وي . که ښاغلی کرزی په دي تمه وي چي ګواکي په دي شرمښانو به نور هم د افغان تاجک وروڼو د منښت وړ وګرځي، او یا به هم د پښتنو په سترګو کي د درنښت وړ وګرځي، نو هغه د سعدي شعر یي بس دی چي لار به دومره غلطه کړي چي د کعبي پر ځای به ترکستان ته لاړ شي .


د ښاغلي کرزي د شخصي ګټو یوه بله ښه بېلګه د یوه ایراني، تاجکستاني او افغاني لروینون (ټېلویزیون) جوړول دي . په پیل کي به د دي لروینون له خوا د کرزي په بیا ټاکلو کي ډېري هلي ځلي وشي . ځکه چي د کرزي شتون له آره د ایران، روسیي، تاجکستان او شمالي ټولوالي شتون دی . هر ګوره که کرزی بیا ولسمشر شي که نه، ډېره اړینه به نه وي، ځکه چي ایران او شمالي ټلوالي به دومره واک و ځواک ګټلی وي، له اساسي قانونه به یي دومره ناوړه ګټه اخېستي وي چي سمون به یي ناشونی وي .


دا لروینون له آره د \”پاړسي ژبي مثلث\” خیالي الواک او نظریي د رښتیاکولو په موخه، نه یواځي یو ځواکمن ګام دی، بلکي د ایراني- تاجکي یرغل یو کاري اساس او بنسټ رامنځته کول دي . د خپلو خپرونو په مټ به پر پښتني، سني- مذهبي او افغاني دودیز او کلتوري جوړښت داسي یرغلونه وکړي چي د افغانستان په دغه شړېدلي ټولنه کي به د لا نور تاو تریخوالي لامل وګرځي . د دي لروینون له لاري به افغانان نور هم په ژبو، پرګنو، قومونو او ګوندونو ووېشل شي چي بیا یووالی به یي پېړۍ وخت ونیسي . طالبان به هم د آی اېس آی په تبلیغ د افغانانو له سپېڅلو او ملي ولولو څخه ناوړه ګټه واخلي او خپله
د وحشت او غلامۍ کړۍ به نوره هم پراخه کړي . که نن یي د غزني-کندهار پر لویه لار پل ړنګ کړ، سبا به یو بل ټولګټی هغه ویجاړ کړي، بله ورځ به خپله غلامي په یو بل ډول زباد کړي او افغان ملت ته به په یو ډول نه، بلکي په بل ډول د رنځ، خوارۍ، ذلت، شرم او عار لامل وګرځي .


د دي لروینون جوړښت به له بل پلوه د خبریالانو لپاره ډیري ناوړه ستونزي رامنځته کړي . لکه مخکي چي اشار وشوه، تاجکستان او ایران به د خپلو ګټو لپاره او د افغان ټولني د ځپلو په موخه هر هغه څه خپروي چي په وس یي پوره وي، او افغانان به په خپل وار ټولو خبریالانو ته په یوه سترګه ګوري . دوی به د هر خبریال څخه کرکه ولري او تر خپله وسه به دوی له خپلو ټولنو څخه لري وساتي . دا شوني ده چي ځیني افغانان به له دوی سره ناوړه رویه وکړي .


دا چي ښاغلي کرزي د دوکتور نجیب الله پل اخېستی، نو ښایي چي د راتلونکو ټولو ناورینونو، د پښتنو څپل، د ورور قومونو تر منځ د لا بي باورۍ او همدرانګه افغانستان د ګاونډیو تر کلتوري، اقتصادي، مذهبي، سیاسي او نظامي نفوذ لاندي راوستلو مسئولیت هم وار له مخه پر غاړه واخلي او هېڅه کله په دي ټینګار ونه کړي چي ګواکي پښتنو په سیاسي ډګر کي یوازي پرېښووه .


افغان ملت په اوسني اکر کي د یووالي تر څنګ یوه ملي افغاني پاڅون ته اړ دی چي په هغه کي ټول ورور قومونه شتون ولري . دغه ورور توکمونه باید خپل لوړوالی د بل په خوارۍ او نشتون کي ونه لټوي . افغان ملت باید هغه پردي کم اصله غلامان چي د ژوند آر موخه یي غلامي ده، بیا پوه کړي چي افغانان به د ملي پاڅون له لاري په خپلو سپېڅلو ولولو، او غیرتمنو زړونو د وطن د هري ډبري ساتنه وکړي، د ورور قومونو یووالی به د تل لپاره وستاتي او د وطن غلیمانو ته به په ښه ترا توګه او څرګند ډول زباد کړي چي : .


چېرته وه یو ډله خلک
چي مهار یي کړل موجونه
له سیلۍ سره ډغرو
ماتوله سیلاوونه (جهاني)