کور / تازه خبرونه / نرخ ولسوالي د ګواښ سره مخامخ ده

نرخ ولسوالي د ګواښ سره مخامخ ده

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ یو شمیر امنیتي سرچینې وايي چې یاده ولسوالي تر سخت امنیتي ګواښ لاندې ده. د دوی په وینا د یادې ولسوالۍ په مرکز وسله والو طالبانو برید کړی اوددغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه کلابند دي. د دوی په وینا د استخباراتي معلوماتو له مخې اټکل کیږي چې نن شپه وسلوال طالبان په یاده ولسوالۍ د ډله ییز برید تابیا لري. د دوی په وینا که چیرې له مرکز څخه ورته مرسته ونه رسیږي ددغې ولسوالۍ د سقوط او افغان امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ویره هم شته. دا په داسې حال کې ده چې له کلنو راهیسې د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ترینګلی دی او په دې وروستیو کې د سختو امنیتي ګواښونو لاندې ده.

نرخ ولسوالي وردګ narkh district wardag

 

 

همت الله نيازمند

کابل پريس کلب