کور / سياسي / د سولې تیت او پرک هڅې

د سولې تیت او پرک هڅې

ليکنه: ګلرحمن رحماني

د افغان سولې په اړه تیت او پرکې هڅې چې د ولسمشر غني په خبره او سپارښتنه سره همغږې او منسجمې نه شي، نو کومه محسوسه پایله به ونه لري، ځکه چې جنګ پر افغانانو او د دوی په هیواد تحمیل دی، نو د سولې د مذاکراتو برخه هم باید د دوی په استازیتوب او مشرۍ ترسره شي.

په مسکو کې د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو اړیکو د سلمی کلیزی په مناسبت د سه شنبه په ورځ  غونډه جوړه شوی وه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پاللو تر څنګ د غونډی بله اجنډا په افغانستان کې تل پاتی سوله او اوربند راتلل وه چې ټولو خواوو بیلا بیل نظرونه وړاندی کړل .

د ناستی په لمړی ورځ له افغانستان څخه دوه ډلې یوه د سولی عالی شورا ډله چې مشری یې د سولی عالې شورا مشر کریم خلیلی کوله او بله ډله د سیاسیونو ډله وه چې مشری یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوله تللی وه او د طالبانو له لوری د همدی ډلی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشری ۱۴ کسیزه ډلې ګډون کړی وه .

پدغه ناسته کې د طالبانو او افغان سیاسیونو تر څنګ د سولی عالی شورا مشر کریم خلیلی هم ګډون کړی وه چې د افغانستان حکومت ته پکې رسمی بلنه نه وه ورکړل شوی خو د افغانستان د حکومت په استازیتوب یوازی په مسکو کې د افغانستان سفیر (لطیف بهاند) حضور درلوده ، د یادونی وړ ده چې تر اوسه معلومه نده چې د مسکو پدغه ناسته کې د سولې عالې شوا مشر کریم خلیلی او په مسکو کې د افغانستان سفیر پدغه ناسته کې د حکومت او که لوړپوړو چارواکو له لوری اشتراک کړی وه .

دغې ناستی ته یو شمیر ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان هم ورغلی وه چې له طالبانو سره یې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپلې اندیښنی شریکی کړی .

دغه ناسته د روسې په استازیتوب رابلل شوی وه چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پاللو تر څنګ پکی په افغان سوله هم خبری وشوی ، د روسی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاروف د غونډی ګډونوالو ته وویل چې (افغانان باید خپلمنځی خبری وکړی ، زه باور لرم چې بین الاافغانی خبری کولی شی په افغانستان کې د تل پاتی لامل شی) .

روسیې په ښکاره په بین الافغانی خبرو ډیر ټینګار کړی او څو ځلی یې د بین الافغانی خبرو لپاره موقع برابره کړی چې د افغانستان له لوری یې سیاسیونو ته بلنه ورکړی ، خو په پټه له طالبانو سره د وسلو او مهماتو په برخه کې همکاری کوی تر څو داعش په افغانستان کې وځپی ، خو افغان حکومت روسی ته ډیر ځل له طالبانو سره د وسلو او مهماتو د همکاری شکایتونه کړی او غوښتنه یې تری کړی چې له طالبانو سره د وسلو او مهماتو همکاری مه کوی بلکی موږ سره د سولی لپاره همکاری وکړی تر څو په افغانستان کې جګړه ختمه شی .

د غونډی یوه موضوع له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل وه چې په لمړی سر کې د روسی د بهرنیو چارو وزیر وویل باید له افغانستان څخه بهرنی ځواکونه ووځی تر څو بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره شی ، د طالبانو مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم ټینګار وکړ چې باید د سولی پر وړاندی شته خنډونه له منځه یوړل شی تر څو بین الافغان خبرو او تل پاتی سولی ته لاره هواره شی .

طالبان ، روسیه او ځینی نور هیوادونه پدی اند دی چې په افغانستان کې د تل پاتی سولی او بین الافغانی خبرو تر ټولو غټ خنډ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ده چې طالبان بین الافغانی خبرو ته نه پریږدی .

له افغانستان څخه ورغلو ټولو خواوو پر طالبانو غږ وکړ چې باید د کوچنی اختر په ورځو کې په هیواد کې سرتاسری اوربند وشی تر څو هیوادوال د خوښی شپی او ورځی په خوښیو ولمانځی .

د یادونی وړ ده چې روسی تیر ځل هم د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ یوه ناسته برابره کړی وه چې هلته هم پر بین الافغانی خبرو ، اوربند او په ټول هیواد کې تل پاتی سولی ټینګار شوی وه .