کور / سياسي / کابل په ورانېدلو نه نيول کېږي

کابل په ورانېدلو نه نيول کېږي

ليکوال:  بشرمل ناصر

دافغان غيرتي خاوره دوينو په لمبېدلو عادت شوې ده او دهرکوره جنازې وتلې دي دمرګ له شپېلۍ ويره نه لري اوس دمرګ په غولي دژوند شپېلۍ ږغوي دوينو په خونړي سېلاب کې لامبو وهي ددښمن له هرې موخې سره پوهېږي چې په بېلابېل نومونو يې افغان ماشوم بچي بې موره ، بې پلاره او بې وروره کړي دي دافغانۍ مېرمنويې له سره ټکري غورځولي دي دکونډي توب ټکري يې ور په سر کړي دي دنړۍ هر جابر دافغان په مقدسه خاوره دجبر سرې سکروټې کرلې دي او ددې په بدل کې يې په مېلونو ډالر ترلاسه کړي دي چې دننګ او دپت له خاورې دمېړاني څادر پورته کړي دځان تابع يې وکرځوي هغه وخت ولاړى چې کابل سلګۍ وهلې نصرالله بابر دکابل په ښار کې چرچې کولې دځان په خوښه يې دولت جوړونه کوله دخپلې خوښي چوکۍ يې ورته په ګوته کولې ددوى په خوښۍ به دولت جوړېدو او دجنګ ټغر به يې هوار کړى و دجنګ واکداره خلک و ـ  او افغان يې تر تېغ لاندې کړ دخپل افغان په نوم يې ورور باندې ووژلى او ولي ؟
دهغه موخه څه وه چې حميدګل دکابل پاکې خاورې ته راتلاى ـ ولي افغانان له اسلام څخه منکر شوى و او حميدګل تر افغانانو په اسلام ښه خبر وئ ، دهغو موخه څرګنده وه چې څنګه وکولاى شي چې دافغان خاوره دځان کړي او داسي کسان يې ورته وروزل چې اوس وځان ته مېړني او ننګيالي ، رښتني افغانان وايي ، له دې خلکو سره څوک حساب کوي چې روغ کابل ورته تسليم شو او دکابل کوڅې يې په سرو وينو ورنګولې او دچا دخوشحالۍ په خاطر يې داوکړل ـ له دې څوک سترګې پټولاى شي که چيري داسي شوي نه وي او چا ليدلي نه وي خو دهر افغان به مجرمه شو ـ دافغان تاريخ چې وګورئ دهرچا له خوا جبر ورسره شوى دى او دتورمخي زړه نه باندې سړېږي کله  دي په نامه او کله دي په نامه وژني دسولې مزې دبل په لاس کې دي ـ دلته هغه علماء هم پټه خوله دي چې دفلسطين او کشمير لپاره يې لاسونه په دعاګانو وچ شو دافغانستان په خاوره کې مړ ته دوى نه دوعا کوي او نه دجنازې لمونځ ورکوي هغوى ته يې هدايت کړى دى چې هغه خلک چې دافغان وطن خواخوږي و  هغه مرګ روا دى او جنازه به يې نه کوئ له فاتا څخه ځانونه پټوي او دلته معاش له دولت څخه اخلي په دولتي غونډو کې مولونه وهلي وي له کېمرې ځانونه پټوي دملي سرود په احترام کې نه ولاړېږي داکفر ورته ښکاري داټول هغه ستونزي دي چې لاتراوسه پوري هڅې روانې دي چې کابل وران کړي دنصرالله بابرخوبونه ويني ددې خوبونه تعبير به غلط وخېژي چې دافغان ټول نارينه دافغان په خاوره نه وي چې يو ښځينه پاته شي لا دافغان خاوره څوک نيولاى نه شي او نه په مرګونو ويره کوي خو موږ ودې فکر وړي يو چې کله به افغان ولس په ژبه سره پوهېږي دبل په خبرو دي عمل نه کوي ترهرچا تکړه علماء ، ښوونکي او دسالم فکر خلک لري چې په خبره سره پوه شي دبل ترزوى خپله پکه لور ښه ده اوس که هريو وي دسترتور يې وکڼۍ دافغان په خاوره يې خوابدېږې دپرديو چاپلوسګرو په ځولۍ کې وطن مه وراچوئ او دسبا ورځي له حساب څخه ځانونه وژغورئ تر منفي تبلغياتو ومثبت فکر ته پام وکړئ.