کور / #PTM / د پښتونستان مبارز عمر داود خټک د پنجاب استخباراتو نيولى

د پښتونستان مبارز عمر داود خټک د پنجاب استخباراتو نيولى

راپور: سلمان کوټوال

پنجابۍ رسنۍ د پښتونستان د تکړه مبارز عمر داود خټک په هکله خبر ورکوي چي له پېښور طورخم څخه د هندوستان لپاره جاسوسي کوونکى يو افغان يې نېولى دى، د FIA ډپټي ډايریکټر عمران شاهد رسنيو ته په خبرو کي ويلي، په 22م اګست يې په طورخم کي يو افغان ایجنټ عمر داود نيولى دى.
عمر داود خټک چي د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره يې مبارزه کوله د خپل ژوند زياته برخه يې په افغانستان کي تېره کړه ده، او له تېر يوه کال وروسته ورک وو چي درک يې چاته هيڅ مالوم نه وه، مبارزو ملګرو يې په وارو وارو تور پوري کړ چي ښاغلى داود خټک د پنجاب استخباراتو وړى، ځينو ملګرو تور پوري کاوه چي داود خټک د افغان دولت له لوري د پنجاب استخبارتو ته سپارل شوى دى، او ځينو ويل چي د پنجاب جاسوسانو د طالب په جامه کي له جلال اباد څخه وړى دى. خو د استخباراتو څانګه FIA وايي چي داود خټک يې هندوستان ته د جاسوسۍ په تور تورخم کي نيولى دى، او تور پوري کوي چي له داود سره يې افغان پاسپورټ نيولى چي پنځه ځلي هندوستان ته ورباندې تللى دى.
خو داود خټک د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، او تکړه مبارز وو. نو د پنجاب استخباراتو د نور کله په څېر دا ځل بيا خپل ناوړ کار تر سر کړ او په يوه مبارز يې د جاسوس تور پور کړ، تر پوښتنو ګروژنو يې لاندي راويست. ياد لرئ هم ډول يې د پښتون ژغورني غورځنګ په مبارزينو ډول ډول تورنه پوري کړي او له ځان سره يې بنديان کړي، او شکنجه کوي يې. هم ډول دوى په داود خټک هم تور پوري کوي اوس يې تر شکنجې لاندې راوستى دى، بلکه داود خټک دوى په 22 اګست نه دې نېولى له تېر يوه کال راورسته له پنجابي استخبارتو سره دى او شکنجه کوي.