کور / راپور / جيمز مټيس: پاکستان د نړۍ ترټولو خطرناک هيواد دی

جيمز مټيس: پاکستان د نړۍ ترټولو خطرناک هيواد دی

د امريکا د دفاع پخوانی وزير جيمز مټيس وايي، چي پاکستان په نړۍ کي ترټولو خطرناکه هيواد دی.

نوموړي دا خبري په خپل تازه ليکل سوي کتاب  “کال ساین کيیاس ” کي کړي دي.

نوموړی په خپل کتاب کي د پاکستان په هکله وايي، چي دغه هيواد خپل سياست د هند سره په دښمنۍ کي پر مخ بيايي او ددې کار لپاره په کابل کي د خپلي خوښي د حکومت راوستلو هڅه کوي.

جيمز مټيس وايي، په هغو ټولو کي هېوادونو کي چي هغه ورسره معامله کړې “زه پکي پاکستان تر ټولو خطرناک ګڼم، دا ځکه چي ټولنه ئې سخت دریځه سوي او اټومي وسلې پکي ترلاسه کيدلای سي.”

نوموړی بل ځای ليکی، د پاکستان سره د امریکا اړيکي ډېري پېچلي دي، دا ځکه چي که یوې خوا طالبانو سره مذاکراتو کي امریکا له پاکستان څخه مرسته غواړي خو بل خوا ئې پر پاکستان د مېلینونو ډالرو پوځي مرسته بنده کړی دی.

جېم مېټس د امریکي او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ ذکر هم کړی دی او ویلي یې دي “موږ خپلې مسلې سمولای سوې خو زموږ اختلافات ډیر ژور دی او زموږ او پاکستان ترمنځ اعتبار نسته.”