کور / راپور / کوزدېر کي چاودني درې پوليس وژلي او شپږ نور ژوبل دي

کوزدېر کي چاودني درې پوليس وژلي او شپږ نور ژوبل دي

د خيبر پښتونخوا په کوز دېر سيمه کي د پوليسو پر ګاډي چاودنه سوې او درې پوليس ئې وژلي دي.

په پېښه کي شپږ نور پوليس ژوبل هم دي، چې د درو تنو حالت پکي نازک ښودل سوی دی.

پېښه د کوز دېر د بلامبټ تاڼې سره نژدې هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د پوليسو ګاډۍ له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو او ريموټ کنټرول بم ورباندي وچاودېدی.

کوز دېر يوه له هغه سيمو څخه ده چي د پوځ په ملاتړ طالبان پکي چاودني کوي او د سيمي امنيت ته ئې خطره پېښه کړې ده.

.