کور / تازه خبرونه / د ملي امنيت لوی ريس معصوم ستانکزي استعفی وکړه

د ملي امنيت لوی ريس معصوم ستانکزي استعفی وکړه

په دې اړه د ولسمشر ليک:

 

د نن غونډه په جلال اباد ښار کې د پرون شپې د ناوړه غمېزې او تراژیدۍ په هکله نیول شوې ده. د جلال اباد په پېښه کې د داعش په ضد د عملیاتو په نوم د یوې کورنۍ څو ځوانان په بې رحمۍ وژل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لومړي مسوول په توګه، ماته د هیڅ ملکي وګړي او شخص وژل د منلو نه دي. زه غواړم د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه دا پېښه تر اخره جدي تعقیب کړم.
له بده مرغه، دا یوه غمیزه نه ده، دې ته ورته غمیزې پخوا هم خوګیاڼو، د پکتیا په زرمت او لوګر کې تکرار شوي دي، ما په خپل وخت د هغه ټولو پېښو د تحقیقاتو امر کړی و، هیات وټاکل وشو، تحقیقات وشول، د عملیاتو په شکل کې بدلون راغی او د پوځي عملیاتو طرزالعمل بدل شو، خو دا اقدامات کافي نه و، مسوولین د دغسې غمېزو په مخنیوي کې پاتې راغلل.
څو شیبې وړاندې مې په خواشینې سره د افغانستان د ملي امنیت د پخواني عمومي رئیس جناب ستانکزي
صاحب استعفا منظوره کړه.
زیانمنې کورنۍ او ولس عدالت غواړي، نو په دې اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کېږي چې د جلال اباد پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په جدي توګه وڅیړي.
که هر څوک او هر پوځي چارواکی ملامت وپيژندل شو، باید د قانون سره سم چلند ورسره وشي.
زه د دغې غمېزې په خاطر ټول افغان ولس، د ننګرهار ولس او د قربانیانو کورنۍ ته تسلیت وایم، زه په دې پېښه ډېر دردیدلی یم، د دې خاورې د هر وګړي درد زما درد دی او نن ټول غجمن یوو.
بله خوا نن طالبانو په کابل کې یوه بله غمېزه رامنځته کړه، دوی په کابل ښار کې، د عامو خلکو په منځ کې د بمونو ډک موټر منفجر کړ. او طالبانو په ډېرې بې شرمۍ او په ډېرې سپین سترګۍ ددې غمېزې مسوولیت ومانه، زما پيغام ملت ته همیشه د سولې پیغام دی او د طالب پيغام ملت ته همیشه د انتحار، انفجار او وحشت پيغام دی.
زه د طالب دغه وحشیانه او ظالمانه برید غندم او او د کابل د نن ورځې د برید د قربانیانو کورنیو او ټول ولس ته تسلیت وایم.
زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالب د دغه وحشت په مقابل کې د خپلو خلکو، ملي ارزښتونو او وطن څخه د خپلو وینو په قیمت دفاع کوي او د طالبانو په شمول به هیڅ جنایتکارې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې زموږ د خلکو په سرنوشت حاکم شي.
جمهور رييس محمد اشرف غني