کور / راپور / جلال اباد کي د څلورو وروڼو وژلو غبرګونونه راپارولي، د ملي امنيت رئيس استعفا ورکړه

جلال اباد کي د څلورو وروڼو وژلو غبرګونونه راپارولي، د ملي امنيت رئيس استعفا ورکړه

د افغانستان د ملي امنيت رئيس وروسته له هغه استعفا ورکړه چي په جلال اباد کي د صفر دوه قطعې ځانګړو ځواکونو پر يوه کور چاپه ووهل او څلور وروڼه ئې ووژل.

دغه څلور وروڼه چي حکومت پلوي هم وه د صفردوه قطعې لخوا ئې پر کور چاپه ووهل سوه او څلور واړه په ډزو ووژل سول.

که څه هم د صفر دوه قطعې منسوبين وايي، چي تېره شپه ئې په جلال اباد کي د داعش ډلي د مالي مسؤول په ګډون څلور کسان وژلي دي، خو ويل کېږي چي وژل سوي کسان ټول حکومت پلوي وه او د داعش سره ئې اړيکي نه لرلې.

د يادې پېښي وروسته د ننګرهار په سلګونو کسانو د وژل سويو کسانو مړي د ولايت مقام مخي ته د اعتراض په توګه راوړي وه.

بل خوا ولسمشر غني دا پېښه غندلې ده او ويلي ئې دي چي د پېښي د څېړني لپاره ئې يو پلاوی ګومارلی دی.

د پېښي څو ساعته وروته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار معصوم ستانکزي ولسمشر غني ته استعفاء وړاندي کړه چي ولسمشر هم دغه استعفا منلې ده.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې پېښه خواشیني ښودلې او وايي، وژل سویو وروڼو کي یوه له ده په مشرانو جرګه کي سلاکار و:

“په شهيدانو وروڼو کي شهيد قاضي عبدالقادر صديق له ماسره په مشرانو جرګه کي د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چي يو نيک سيرته، وطندوسته او دروند خويه انسان و، څلور واړه وروڼه هر يو شهيد قاضي قادر، شهيد عبدالصبور، شهيد بهادر او شهيد جهانزېب لوستي، په وطن مين او د دې خاورې خواخوږي زلميان و، الله تعالی دي شهادت قبول کړي”.