کور / تازه خبرونه / ټرمپ د طالبانو سره د سولي خبري و درولې

ټرمپ د طالبانو سره د سولي خبري و درولې

ټرمپ اعلان وکړ چي په کېمپ ډيويډ کي يې له طالب او افغان استازو سره د سولي پروسې په تړاو ليده کاته پلان کړي وو خو نوموړي دا خبري لغوه کړې.

د چارو څارونکو په اند د ولسمشر اشرف غني او ورسره پلان سوي پلاوي د سفر لغوه کيدلو ټرمپ دې ته وهڅاوه چي دا پروسه ودروي خو ټرمپ بيا په کابل کي د طالبانو لخوا وروستي بريد ته هم اشاره کړې ده.

د ولسمشر غني د سفر ځنډ علتونه له هغه سره د ملي امنيت مشاور حمدالله محب تګ او د امريکې مخالفت بلل کيږي.

دا په داسي حال کي ده چي دوې ورځي مخکي زلمي خليلزاد ويلي وو چي د طالبانو سره د سولي خبري پای ته رسيدلي دي او د ټرمپ د موافقې په اعلان سره به رسمي بڼه غوره کړي خو ټرمپ لږ وړاندي د څلورو پرلپسې ټويټونو په خبرولو ددې پروسې د لغوه کيدو خبر خپور کړ.

دا لا څرګنده نه ده چي دا خبري د لنډمهال لپاره ځنډيدلي يا لغوه دي او که امريکا له ټوله پروسې څخه پر شاکيدونکې ده خو بله خوا بيا ولسمشر غني په څو ځله اعلان کړی وو چي د سولي وروستی لاسليک او هوکړه د افغانستان په لاس کي ده او افغانستان به خپلو ملي ګټو ته په کتلو  د طالبانو سره د سولي خبري مخته وړي.