کور / سياسي / که امریکایان وځي، نو په مخه یې ښه!

که امریکایان وځي، نو په مخه یې ښه!

ليکنه: محمد روښان ښاد

که امریکایان له افغانستان څخه وځي، ودې وځي، مګر له وتلو دمخه دې له افغانستان سره خپل امنیتي تړون یو ځل له سره وګوري او په دقت دې ولولي چې هلته له افغان دولت سره کومې ژمنې شوې دي او څومره وخت دمخه باید افغان دولت ته د خپلو وتلو په اړه خبرداری ورکړي؟

دویمه موضوع داده چې امریکا متحدو ایالتونو د سهیلي اسیا او افغانستان لپاره په خپل اعلان شوې ستراتیژۍ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د دوی پاتې کېدل او یا له افغانستان څخه د دوی وتل له زمان پورې نه ، بلکې د وضعیت تر ښه والي پورې محدود دي، نو اوس چې د دوی د وتلو اوازې دي، دوی باید دا واضح کړي چې په وضعیت کې کوم داسې ښه والی راغلی دی چې دوی د وتلو پرېکړه کوي؟ حال دا چې لا هم هره ورځ افغانان د تروریستانو په بریدونو کې وژل کېږي، لا هم د تروریزم ځالې له منځه نه دي تللي او لا هم تروریزم د تل په څېر افغانستان، سیمې او نړۍ ته همغسې تهدید دی لکه مخکې چې وو.

امریکایان کولای شي چې له افغانستان څخه له کوم تفاهم او توافق او خبرداري پرته ووځي مګر دا به په نړیواله کچه د امریکا حیثیت او اعتماد ته سخت زیان ورسوي. دغه ډول ناڅاپي تګ به د وسله والو طالبانو او تروریستانو پر وړاندې د امریکا د ماتې په مانا وي، مګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به لا هم په ټوله مېړانه، قوت او اتلولۍ د تروریزم پر وړاندې وجنګېږي او خپل هیوادوال به د هغوی له وحشتونو او جنایتونو څخه خوندي کړي.

زموږ مېړني ځواکونه اوس پر خپل ځان بسیا دي او په ازادانه او مستقلانه توګه عملیات ترسره کولی شي. ولسمشر غني حتی څو کاله وړاندې له جیو تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو: ” د چا د دستور اطاعت نه کوو؛ دا یوه همکاري ده؛ نقش یې غیر محاربوي دی؛ او په دې غیر محاربوي نقش کې، هغوی مشوره ورکوي، مرسته کوي او (زموږ ځواکونو ته) روزنه ورکوي. موږ له تروریزم سره په مبارزه کې ګډ عملیات کوو او په دې مواردو کې موږ دستور ورکوو د مثال په توګه په وروستیو کې مې دستور ورکړ چې عمر خطاب نومی څوک چې   په پېښور کې په ښوونځي د برید او د ماشومانو د قتل فجیع جنایت مرتکب شوی وو او په هغه یې افتخار کاوه، هوایي بریدونه پرې وشي او له منځه یووړل شي، چې داسې کار وشو.“

امریکایان که د تروریزم پر وړاندې خپله ماته مني، دا به د دوی خپل کار وي، مګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هیڅ وخت تروریستانو ته تسلیم نشي او نه به هم هغوی ته د تسلیمۍ سر ټیټ کړي، دوی به د خپل ژوند تر وروستۍ شیبې په مېړانه او تلولۍ د تروریستانو پر وړاندې په هسکه غاړه وجنګېږي.