کور / راپور / هند: پاکستان هڅه کوي چي په سلګونو ترهګر کشمير ته ننباسي

هند: پاکستان هڅه کوي چي په سلګونو ترهګر کشمير ته ننباسي

هند وايي، چي  په سلګونو ترهګر هڅه کوي چي کشمير ته ننوځي او دلته ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي.

د شنبې په ورځ د هند دلومړي وزير د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال وويل، چي د ټلفوني مکالمو، مخابراتي خبرو اترو او ځمکنيو استخباراتو له لاري ورته مالومه سوې چي پاکستان هڅه کوي ترڅو کشمير ته په سلګونو ترهګر ننباسي او دلته د کشمير خلګ بغاوت ته وهڅوي.

ښاغلي دوال زیاته کړه، په زیاته اندازه وسله هم کشمیر ته قاچاق سوې او د کشمیر خلکو ته ویل سوي چي ستونزه جوړه کړي.

مياشت وړاندي هند د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او هلته ئې په زرګونو سرتېري ددې لپاره ځای پرځای کړي ترڅو د تشدد د پېښو مخه ونيسي.