کور / راپور / د حج او اوقافو وزير د ملاترخېل او دهغه د وروڼو د محاکمې غوښتنه کړې ده

د حج او اوقافو وزير د ملاترخېل او دهغه د وروڼو د محاکمې غوښتنه کړې ده

د حج او اوقافو وزير عبدالحکيم منيب وايي، چي تېره ورځ د ارګ په جامع جومات کي د جمعې د لمانځه وروسته ملاترخېل او د هغه وروڼو پر ده باندي فزيکي ګوزار کړی دی او ده ته ئې سپکي سپوري ويلي دي.

دی وایي: له لمانځه وروسته کاکړ صاحب (د ولسمشر د دفتر رئیس) راته وویل چي جناب وزیر صاحب زه او ملاتره خېل له تاسره کار لرو، د دې پرځای چي کار راته ووايي، په کنځلو یې پيل وکړ، غوښتل مې چي غونډه پرېږدم، لاس یې زما ونیو او ویې ویل چي کينه، لاس یې را واچاوه، کله چي د جومات له دروازې را ووتم، څلور وروڼه یې راغلل او کنځاوې یې راته وکړې او په فزیکي عمل یې لاس پورې کړ.

ښاغلی منيب وايي، دا هرڅه د ولمسشر د دفتر د رئيس او د ارګ د نورو منسوبينو په وړاندي ترسره سول.

نوموړی زیاتوي چي له ملا تره خېل سره هېڅ شخصي دښمني نه لري، خو ملاتره خېل د حج په پروسه کي خپلوانو او نږدې دوستانو ته د فوق العاده سهمیې غوښتونه کوله چي دا غوښتنه یې ونه منل سوه.

نوموړی وایي، ولسمشر ته ئې ليک لېږلی او د يادي قضيې په تړاو ئې خبر کړی ترڅو ملاترخېل او دهغه وروڼه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د کورنيو چارو وزير صديق صديقي وايي، ياده موضوع ئې ترجدي څېړنو لاندي نيولې ده.

ملاتره خېل محمدي د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې وکیل و.

نوموړی د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کي د خلکو د شکایتونو په اساس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري د نوماندۍ له لېسته حذف سو.