کور / علمي / پاچاخان څوک وو؟

پاچاخان څوک وو؟

ليکنه: سیال یوسفي

“خان عبدالغفار خان د پښتونخوا د پیښور د اوتمانځیو په سیمه کې په ۱۸۹۰ م کال کې په یوه درنه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلي دي ، پلار یې بهرام خان په هشنغر سیمه کې د ډیرو ځمکو او جایداد خاوند و ، خان غفار خان د بهرام دویم زوی و ، خان عبدالغفار خان د برتانوي حکومت تر ماموریت لاندې یوه ښوونځي کې شامل شو له دې ښوونځي څخه په بریالیتوب فارغ شو او له فراغت وروسته په یو پوځي کمیسون کې چې په ټول پیښور کې معتبر او ښه کمیسون و شامل شو، خان غفار خان په ټول هیواد کې د دویمې درجې غوره پوځي سرتیری ونومول شو، خان د خپلو لوړو زدکړو لپاره د خپل ښوونکي ریورنډ ویګرام په مشوره د خپل ورور سره لندن ته د تګ پریکړه وکړه، خو مور یې د دې سفر سره مخالفت ښوده، هغه فکر کاوه چې خان غفار خان به په لندن کې له خپل کلتور او مذهبي ټولنې څخه لرې پاتې شي او هر څه به هیر کړي، خان د مور خبره ومنله او د پلار په خوا کې پاتې شو.
خان عبدالغفار خان د برتانوي حکومت ظلمونو او د خلکو د کلتور او دیني ارزښتونو توهین او سپکاوي په دې مجبور کړ چې د ولس د ویښتابه هلې ځلې پیل کړي، د انجونو او هلکانو لپاره یې ښوونځی جوړ کړ چې د برتانیوي حکومت په لمسون د ډيرو دیني عالمانو له غبرګون سره مخ شو او وروسته بیا دا ښوونځی د مبارزې لوی مرکز شو.
خان عبدالغفار خان له ډیرو مخالفتونو سره سره د پښتون ولس د راویښولو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کولې، هغه د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۸ کلونو تر منځ له ۵۰۰ کلیو څخه لیدنه وکړه او د ویښتابه پیغام يې ور ورسوه، هغه د یووالي په همدې پاڅون کې د (باچا) یا (پاچاخان) لقب تر لاسه کړ.
باچاخان په ۱۹۱۲ م کال کې د یار محمد خان د لور سره چې په قوم محمدزی وه واده وکړه، ۱۹۱۳ م کال کې ورته الله یو زوی ورکړ چې عبدالغني یو لوی شاعر او لیکوال او د خپل پلار په څیر مبارز و.
خان عبدالغفار خان مشهور په (باچاخان، خدایي خدمتګار، خان بابا، فخر افغان) ، د پښتنو د ازادۍ او استقلال یو فعال مشر و، بابا د پښتنو یو سیاسي او معنوي مشر و چې د برتانوي راجا سره یې په سولیز ډول مخالفت ښوده او د مسلمانانو او افغانانو لپاره د تلپاتې سولې غوښتونکی و. مهاتما ګاندي چې په هندوستان کې یې د نه تاوتریخوالي مبارزه کوله او له برتانیې څخه یې د ازادۍ او استقلال ناره پورته کړې وه، د باچاخان هم لاری او ښه ملګری و.
باچاخان په ۱۹۱۰ کال کې په خپله سیمه اوتمانځیو کې یوه مدرسه جوړه کړه او په ۱۹۱۱ کې افتتاح کړه او په همدغه کال کې د حاجي صاحب تورنګزي د ازادۍ له تحریک سره یو ځای شو په ۱۹۱۵ کال کې برتانیوي چارواکو د بابا مدرسه غیر قانوني اعلان کړه او و یې تړله.
باچاخان په ۱۹۲۰ م کال کې د خدايي خدمتګارانو یوه ډله جوړه کړه چې د سرخ پوشانو په نوم پیژندل کیده، او د همدې مبارزې په ترڅ کې یې له مهاتما ګاندي سره اشنايي نوره هم زیاته شوه چې دواړه د یوې موخې درلودونکي ول، تر هغه چې هند او پاکستان سره جلا شول.
له مسلسلو جګړو وروسته بابا پریکړه وکړه چې د برتانوي حکومت پر ضد د نه تاوتریخوالي غبرګون پر مخ بوځي، بابا د پښتنو لپاره د ټولنیزو اصلاحاتو یو فعالیت پیل کړ او پوه شو چې تر ټولو لومړی د پښتون قوم راویښول اړین دي، کله چې دوی راویښ شي نو دوی به پخپله د خپل حق لپاره مبارزه وکړای شي او خپل حق به ترلاسه کړای شي.
په ۱۹۲۷ م کال کې یې یو بل تحریک منځ ته راوړ چې د (پښتنو جرګه) نومیده او د پښتنو د یو کیدو نویو لارو چارو ته یې لار پرانیستله، بابا چې کله په ۱۹۲۸ کال کې د حج فریضه ادا کړه او بیرته راستون شو یوه مجله یې خپره کړه چې په پښتو ژبه وه او د پښتنو د ویښتابه هلو ځلو ته یې دوام ورکړ. په ۱۹۲۹ کال کې بابا یو بل تحریک چې د (خدایي خدمتګاران) په نوم و پر لار واچول شو چې د برتانوي امپراتورۍ له خوا و نه منل شو، او د برتانوي حکومت له ډيرو غبرګونونو سره مل شو.
په ۱۹۳۱ کې کنګرې هغه ته د حزب د ریاست په ټاکنو کې د ټاکلو وړاندیز وکړ خو هغه دا وړاندیز قبول نه کړ او و یې ویل چې زه یو ساده سرتیری او خدمتګار یم او غواړم همداسې د خپلو خلکو خدمت وکړم، هغه تر ډيره د کنګرې په مخالف لوري کې پاتې شو او د هغوی د فیصلو په مقابل کې یې د نه تاوتریخوالي مبارزه پر مخ یوړله.
بابا رح ازادي غوښتونکی مبارز او د پښتون قوم لپاره ملي اتل و، بابا له هند څخه د هندوستاني مسلمانانو د جلا کیدو کلک مخالف و ځکه پوهیده چې ددې کار پایلې به ښې نه وي او دا د هندوستاني مسلمانانو په ګټه نده. کله چې د هند ملي کنګرې د خدای خدمتګارانو د مشرانو سره له مشورې پرته د هند د تقسیم یا ویشلو فیصله اعلان کړه، بابا ډیر خواشینی شو او ویل چې تاسې موږ په لوی لاس د لیوه مخ ته ور ګوزار کړو. له ویش وروسته باچاخان خپله مبارزه په پاکستان کې د پښتونو د حق غوښتلو لپاره ځانګړې کړه او د برتانوي- پاکستاني حکومت څخه یې د پښتونو لپاره د پښتونستان غوښتنه وکړه.
بابا په ۱۹۶۲ کال کې د کال نړیوال عقیدتي زنداني ونومول شو، په ۱۹۸۷ کال کې لومړنی غیر هندو و چې بهارت رتنا جایزه یې ترلاسه کړه، چې د هندوستان لوړه غیرنظامي جایزه ګڼل کیږي
بابا رح له ۱۹۴۸ تر ۱۹۵۴ پورې د پښتونستان د غوښتلو پر سر څو ځل ونیول شو او د پاکستاني حکومت له خوا بند ته واچول شو، بابا د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزې په زندانونو او تبعید کې تیرې کړې، له مرګ څخه مخکې هم په ۱۹۸۸ کې په پیښور کې پخپل کور کې نظر بند و، له مرګ وروسته يې د خپل وصیت پر اساس خپل پخواني کور چې جلال کې و خاورو ته وسپاره ، چې لسګونو او زرګونو خلکو یې جنازه د خیبر له لارې د پیښور څخه تر جلال اباده بدرګه کړه، په لار کې دوه بمي چاودنې هم وشوې چې تقریبا د لسو څخه د ډيرو کسانو د مړ کیدو سبب شوې.
بابا رح د پښتنو هغه ارمانجن مشر و چې د پښتونستان او د پښتون قوم د یو کیدو او ويښتابه ارمان یې له ځان سره یوړه، دده د عصر د نه تاوتریخوالي ټولې مبارزې له منډیلا تر مارتین لوترکینګ او بیا تر ګاندي بریالۍ شوې خو د پښتون قوم اوس هم نه یو؛ شو او نه ویښ شو او ورځ په ورځ په ورکیدو دی.
“پښتنو یو کیږو، که نه ورکیږو“
✍️سیال یوسفي