کور / راپور / په متحده ایالتونو کې د استقلال سلمه کلیزه و لمانځل شوه

په متحده ایالتونو کې د استقلال سلمه کلیزه و لمانځل شوه

د متحده ایالتونو د ویرجینیا ایالت په بل رن پارک کې د افغانانو د ټولنې لخوا د افغان حکومت په مرسته د استقلال د سلمې کلیزې لمانځنه وشوه چې تر پنځه زره زیاتو وګړیو پکې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی و.

غون‌‌‌‌‌‌ډه د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل، شوه، ورپسې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه و غږول شول ورپسې د افغانستان د سفارت د استاځې آغلې مدینه قاسمي خبرې وکړې او بیا د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني وي‌‌‌‌‌‌ډیویي پیغام واورول شو.

ورپسې په افغانستان کې د امریکایي قواوو پخوانی قوماندان جنرال نیکلسن، د افغان کلتوري ټولنې مشر ښاغلي نصیر یاسیني او افغان امریکایي سیاستوالې آغلې نادیه هاشمي ویناوې وکړې.

په جشن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت او کانګرس استاځو او مقاماتو او د سفارتو لوړ رتبه غړیو هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو.

مجيد قرار