کور / راپور / حسين حقاني: د مذاکراتو په هکله ټرمپ ښه پرېکړه وکړه، خبري اتري باید د جګړې پر ختمولو وي

حسين حقاني: د مذاکراتو په هکله ټرمپ ښه پرېکړه وکړه، خبري اتري باید د جګړې پر ختمولو وي

په امريکا کي د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني وايي، چي د ټرمپ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو درول سمه پرېکړه ده او بايد په افغانستان کي د جګړې پر ختمولو خبري وسي، نه د ځواکونو پر ايستلو.

حقاني چي وړاندي په واشنګټن کي د پاکستان سفير وو، اوس له خپل هيواد څخه په تبعيد کي ژوند تېروي ځکه  د ځينو حقايقو په رابرسېره کولو سره ورته پاکستاني رياست ګواښونه کړي دي.

حقاني وايي، په افغانستان کي بايد مذاکرات د جګړې پر ختمولو ورټول وي.

د هغه په خبره، د طالبانو او امريکا رواني خبري پردې څرخېدلې چي څنګه امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د طالبانو سره خبري اتري ودرولې او وئې ويل، چي د مذاکراتو په جريان کي طالبانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی، ځکه نو خبري نه ورسره کوي.

ټرمپ ويلي وويل:” تقریبا هېڅوک هم خبر نه وو چي د طالبانو ستر مشران او د افغانستان ولسمشر په جلا جلا توګه له ما سره د یکشنبې په ورځ په کېمپ ډېوېډ کي لیدل. دوی امریکا ته نن شپه راتلل. له بده مرغه دوی د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخېستله په کوم کي چي زموږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل سول. ما په بیړه سره دغه لیدني لغوه کړې او د سولې مذاکرات مې ودرول.”

حسين حقاني وايي، د طالبانو سره خبری سم کار دی، خو هغوی هم بايد ځيني حقيقتونو ته غاړه کښېږدي.

د حقاني په خبره، که طالبان امن غواړي، نو دا بايد ومني چي پر ټولو افغانانو خپل تسلط نه سي راوستلای.