کور / راپور / د مذاکراتو په هکله د ټرمپ پرېکړي د پاکستان ځيني سیاسي ګوندونه نهيلي کړي دي

د مذاکراتو په هکله د ټرمپ پرېکړي د پاکستان ځيني سیاسي ګوندونه نهيلي کړي دي

د طالبانو سره د ټرمپ لخوا د خبرو اترو د درولو په هکله په پاکستان کي ځينو سياسي ګوندونو ناخوښي څرګنده کړې او ويلي ئې دي چي دې پرېکړي ناهيلي کړي دي.

د سپټمبر پر ۷ نېټه د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره رواني خبري اتري لغوه کړې او ويې ويل، چي طالبانو د مذاکراتو په جريان کي د تشدد ډکي پېښي کړي او دا د منلو وړ نه ده.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند يو مشر شبلي فراز وايي، د مذاکراتو د درولو په هکله د ټرمپ پرېکړه ډېره نهيلي کونکې ده او بايد داسي نه وای سوي.

همداراز د اپوزيسون مسلم نواز ګوند يو مشر راجا ظفرالحق ويلي، چي موږ د طالبانو سره د سولي د خبرو بشپړ ملاتړ کاوه خو اوس امريکا له دې خبرو پر شا سوه او دې کار موږ ډېر نهيلي کړو.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند هم د ټرمپ اعلان نهيلي کړي دي او وايي چي په افغانستان کي ترټولو غټ خنډ د امريکايي ځواکونو شتون دی.

خو بل خوا د د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي، ولسمشر ټرمپ ته پکار وه چي د مذاکراتو په پیل کي يې پر طالبانو د تشدد نه کولو شرط اېښی وای.

هغه زياته کړه چي طالبانو افغان حکومت له پامه غورځولی وو او يواځې يې له ولسمشر ټرمپ سره خبرو ته ارزښت ورکاوه.

د ده په وينا، ولسمشر ټرمپ بايد د خبرو اترو په اړه د افغانستان ټاکل سوي حکومت ته ترجېح ورکړي.