کور / راپور / د پوهني وزارت: د سواد لرونکو شمېر ۴۲ سلني ته پورته سوی دی

د پوهني وزارت: د سواد لرونکو شمېر ۴۲ سلني ته پورته سوی دی

د افغانستان د پوهني وزارت وايي، چي دا مهال په هيواد کي ۴۲ سلنه وګړي په ليک لوست پوهېږي.

د وزارت لخوا دا خبره د سواد زده کړي د ورځي په مناسبت سوې چي تېره ورځ ولمانځل سوه.

د پوهني وزارت وايي، د نا امنيو او جګړو سره سره اوس هم د ښووني او روزني بهير ښه پر مخ روان دی او په ليرو سيمو کي هم خلګو د سواد زده کړي ته مخه کړې ده.

د وزارت په خبره، اوس ۴۲ فيصده افغانان په ليک لوست پوهېږي چي په دوی کي ۲۸ سلنه ښځي دي.

د پوهنې د وزارت ویانده میرمن نوریه نزهت وايي، د پوهنې وزارت د اټکل له مخې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د افغانستان د نفوس تر ۶۰ فیصده پوري لیک او لوست وکړای سي.