کور / راپور / د روغتيا سازمان: د پاکستاني پوج شکمن کردار پښتانه ماشومان په پوليو ککړ کړي دي

د روغتيا سازمان: د پاکستاني پوج شکمن کردار پښتانه ماشومان په پوليو ککړ کړي دي

په دې وروستيو کي د جنوبي او شمالي وزيرستان په ګڼو سيمو کي د پوليو پېښي ډېري سوي دي.

تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په لدا سيمه کي  د پوليو مثبته پېښه رامنځ ته سوه او له دې وړاندي د څو ورځو په دننه کي پرلپسې د پوليو پېښي درج سوي دي.

د سيمي خلګ وايي، چي وسلوال خلګ د پوليو ضد واکسين د لګولو څخه منع کوي او وايي.

سيمه ايز خلګ وايي، چي دغه وسلوال په هغه سيمو کي ښه فعاليت کوي په کومو کي چي د پاکستان پوځ واک لري او ددوی ترمنځ پراخه اړيکي سته.

د جنوبي وزيرستان يو اوسېدونکی اقبال وزير وايي، موږ دې چاري شکمن کړي يو، چي له يوې خوا مو وسلوال له دې منعه کوي چي ماشومانو ته به واکسين نه ورکوو او له بلي خوا دا وسلوال د پوج په چاوڼيو کي مجلسونه کوي او د پوج پوره ملاتړ ورسره دی.

اقبال وزير زياتوي، له يوې خوا مو پوج ماشومان په ځمکنيو ماينونو له منځه وړي او بل خوا د پوليو په آفت کي راګير يو.

د روغتيا نړيوال سازمان هم وايي، چي په پښتني سيمو کي د پاکستاني پوج  شکمن کردار ددغه سيمو پښتانه ماشومان د پوليو په وايرس ککړ کړي دي.