کور / اقتصادي / د بازارموندنې دندې

د بازارموندنې دندې

لیکنه: ګلاب بهار

د بازارموندنې فعاليتونه بايد د يوه شرکت د منظم ليد له مخې د ستراتيژيکو  پلانونو په چوکاټ کې تر سره شي. د بازارموندنې په مديريت کې لاندې دندې شاملې دي:

د بازار د وضعيت او استعداد د مالومولو په موخه، د اطلاعاتو راټولونه او ارزونه او په ټوليزه توګه د پام وړ مصرف کوونکو اړتياوې ټاکل، د بازارموندنې مديران بايد وتوانېږي، چې د بازار د وېش له مخې مصرف کوونکي سره وپېژني او د مصرف کوونکو ځانګړنو ته په کتو سره د هغوی د اړتيا وړ جنسونه، خدمتونه او غوښتنې پوره کړای شي. د بازارموندنې د موخو ټاکل د لاس ته راغلو اطلاعاتو پايلو ته په کتو سره او د شرکت سرچېنې، لکه د خرڅلاو د موخو په ګوته کول او د بازار ونډه.

د بريالی بازارموندنې لپاره مهم ټکي

دا هغه ټولې ځانګړتياوې په ګوته کوي، چې د دوکان په داخل کې وي. لکه :

خرڅلاو بايد په څومره وخت کې په دوکان کې تېر کړای شي؟له بد خويي څخه ډډه کول

عمده عناصر يې عبارت دي له:

ښکلی فرش

موسيقي

د داخلي ودانۍ ډيزاين

د صفايۍ خيال ساتل

چوکاټ او ډيزاين

د بيروبار پام ساتل

په دوکان کې پېرودونکو ته مناسب ځای د اودرېدو لپاره

ښکلي منظم اخلاق

همدارنګه د دوکان داخلي ډيزاين هم بايد په نظر کې ونيول شي، چې مهم يې په لاندې ډول دي:

فرش

برېښنا

سينګار

حرارت

وريځ

خوشبو او موسيقي

د دېوالونو سينګار

د دوکان پراخوالی

ښکلا

صفايي

له ټيکنالوژۍ څخه استفاده کول او داسې نور.

د بازارموندنې د ساحې فعاليت

هغه کسان چې د مارکېټ په چينلونو کې کار کوي، مخکې له دې چې جنس مارکېټ ته وړاندې کړي، بايد لاندې معلومات تر لاسه کړي:

د نرخونو اړوند معلومات

د جنس د خرڅلاو د کانالونو اړوند معلومات

د جنس د وېشلو اړوند معلومات

د توليدوونکو او مصرف کوونکو اړوند معلومات