کور / راپور / پومپيو: د طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ درول پرځای ګام دی

پومپيو: د طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ درول پرځای ګام دی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چي د افغان مذاکراتو په تړاو د ولسمشر ټرمپ پرېکړه پرځای وه او دا ښه کار وسو، کيدای سي چي د طالبانو د تشدد په مخنيوي کي به رول ولري.

ښاغلي پومپيو تېره ورځ د يو امريکايي ټلوېزون سره په مرکه کي وويل، مذاکرات او تشدد نه سي کيدای. اوس به موږ وګورو چي ايا طالبان د خپلو ژمنو د عملي کولو وړتيا لري او که نه.

د سپټمبر مياشتي پر ۷ نېټه د امريکا ولسمشر د طالبانو سره د روانو مذاکراتو لړۍ ودرول او وئې ويل، چي طالبان د خبرو اترو په جريان کي د تاوتريخوالي ډک بريدونه کړي دي.

ده په دې اړه چي امریکا به له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي او که نه، وویل:

“موږ سفیر زلمی خلیلزاد بېرته واشنګټن ته رابللی چي په دې غور پیل کړو چي څرنګه وړاندې ګام واخلو؟ فکر کوم چي ولسمشر به وروستۍ پرېکړه وکړي.”

پامپیو زیاته کړه:

“دا به د یو لړ خبرواترو له لارې حل سي. زه هیله لرم چي طالبان به د افغانستان له حکومت سره وویني.”